قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Dünya Bülteni نه په نقل، د تېر کال په اخیره کې د عشق آباد ښار ښکلا په بهانه د دغه ښار ۱۴ جوماتونو نه ۷ جوماتونه ویجاړ کړی.
د امام رضا علیه السلام او د امام علی علیه السلام نومی جوماتونه یی هم ویجاړ کړی دی.
د جوماتونو ویجاړولو سره د دغه ښار ښاریان مجبور دی چې د جمعه او اخترونو لمونځ په یو جومات چې «ارطغرل غازی» نومېږی پیل کوی، که څه هم دا جومات د دومره زیات لمونځ کوونکو ځای نه لری.
تراوسه ترکمنستان کې ویجاړ شوی جوماتونو کې یو جومات هم دوباره نه دی جوړ شوی.