قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الکفیل خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د حضرت عباس علیه السلام سپېڅلې زیارت له اړخه د هندوستان بنګلور ښار کې د امیرالمومنین علیه السلام ځانګړې څلورمه کلتوري جشنواره کې د ګډون خبر ورکړو.
دا جسنواره به د حضرت امام علی علیه السلام د زوکړې کلیزې نېټه باندې د علی علیه السلام، امام حسین علیه السلام او کاظمین علیهما السلام د سپېڅلو زیارتونو له اړخه د بنګلور ښار حضرت اباالفضل علیه السلام حسینيه کې له ۱۴ نه تر ۱۷ رجب پورې پيل کېږي.
د حرم مطهر نړیواله کلتوري دندې پيل کوونکې غونډې مشر د دې جشنواری پروګرامونو په اړه وویل: دا کلتوري محفلونو به د امام علی علیه السلام په شخصیت باندې تمرکز سره پیل کېږي او دا جشنواره به په راتلونکې وخت کې د هندوستان نورو ښارونو کې د عصمت او طهارت کورنۍ دوستانو او ملګرو سره د اړیکو زیاتولو په موخه پرمختګ کوي او پراخېږي.
د دې کلتوري اونۍ د مختلفو پروګرامونو برخې:
د امیرالمومنین علیهم السلام کلتوري جشنواره د اهل بیت علیهم السلام د تعظیم او د هغوي مبارکو کلتور ته وده ورکولو موخې سره چې حقیقي اسلام ټولو ته څرګنده شي او همدارنګه د هغوي مبارکو د زیارتونو مهمه دنده هم ټولو ته څرګنده شي پيل کېږي. او ورسره په کې د دې مبارکو او سپېڅلې زیارتونو د جوړولو معرفي په اړه هم نندارتون او کانفرانس پیل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3482203