قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Bernama» خبرونو نه په نقل، د جاکیم مشر عثمان مصطفی اعلان کړې: دا جایزه دې کال د کویت باچا احمد جابر الصباح له اړخه د تجربې په توګه او د کال ۱۹۶۱ نه تر اوسه د قرآن کریم نه د خپل وس پورې د نړۍ په سطح درناوي کولو باندې انتخاب شوې.
هغه زیاته کړه: دا یو انتظار نه لرونکې پېښه وه، ځکه چې ما کوښښ فقط دا وو چې دا مقابلې په ښه ډول سره پيل کړم او را ته پته نه وه چې د نورو هیوادونو غړې به د دې مقابلو څېړنې او څارنې کوې او زمونږ محنت ته پام کوې.
عثمان مصطفی همدارنګه وویل: سر د دې پروګرام په ښه ډول پيل کولو نه سربېره، د مالیزیا قرآن مقابلو کې د داوري او د امتیاز ورکولو سیستم د نورو هیوادونو لپاره یو معیار کې تبدیل شوې چې د هم د انتخاب یوه وجه وه.
د مالیزیا نړیواله قرآنی مقابله د تلاوت په میدان کې یو قرآنی مقابله وه چې په کال ۱۳۳۹(۱۹۶۱ کال) کې مالیزیا کې پیل شوې، او د حفظ مقابله په دې اخیرنۍ کلونو کې ورسره هم زیاته شوي ده.
د داورانو له اړخه د قرآن کریم قرائت او حفظ مقابلو کې د امتیاز ورکولو طریقه په دې ډول ده چې د قرآن کریم حفظ کې د حفظ ۵۵ امتیاز، د تجوید او فصاحت ۳۵ امتیاز او د غږ، لفظ ادا کولو او لحن ۱۰ امتیاز لري او د قرائت په میدان کې د تجوید ۴۰ امتیاز، د لحن ۲۵ امتیاز، فصاحت ۳۵ امتیاز او د غږ ۱۵ امتیاز ورکړې کېږي.
د مقابلې د قانون په رڼا کې ګډون کوونکې قاریانو ته د مقابلې په ورځې او په ټاکلې شوي وخت باندې د مقابلې آیتونه ښودلې کېږي چې قاري به یی ۱۰ دقیقو کې تلاوت کوې.
د مالیزیا قرآن نړیواله مقابلو ۵۸ دوره له ۱۳ نه تر ۱۸ اردیبهشت به د کوالالمپور نړیواله تجارتي مرکز «پوترا» کې پيل کېږي.