IQNA

د سعودي لپاره د اسرائيلو دام؛ له اسلامي نړۍ نه د آل سعود بيلول

16:01 - December 15, 2017
د خبر لمبر: 3480877
نړیواله ډله: هاآرتص صهيونېسټي ورځپاڼې وليکل: د اسرائيلو د اطلاعاتو وزير يسرائيل کاټز تل ابيب ته د سفر لپاره سعودي وليعهد محمد بن سلمان ته بلنه ورکړې ده.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د IUVMP نه په نقل، د سعودي او صهيونېسټ رژيم په خاصه توګه په تېر يو کال کښې د تعلقاتو د عادي کولو چلند ډېر ګړندے کړے دے. د دغه بهرني سياست د فېصلې په باره کښې يو غالب نظر دا دے چې په دغو هېوادونو کښې بهرنے سياست د هغوي د مشرانو د تفکراتو او نظرياتو تابع دے.
د مېنځني ختيځ د سيمې مشهور محقق بهجت کوراني باوري دے چې د ترقۍ په حال کښې هېوادونو د بهرني سياست په فېصله کولو کښې وړومبنۍ موضوع د دغو هېوادونو د تفکراتو او نظرياتو په شمول د هغوي د نفسيات پېژنې په نظر کښې لرل دي.
د رياض او تل ابيب د تعلقاتو د عادي کولو په چلند کښې د ګړندي توب ترټولو مهم علت هم د سعودي، اسرائيلي او امريکائي چارواکو ذاتي تفکراتو ته ګرځي. د محمد بن سلمان، بينيامين نېتنياهو او ډونلډ ټرمپ مثلث له دې زيات چې د بهرتي سياست په فېصله کولو کښې جوړښت پاله وي بهرنے سياست د ذاتي تفکراتو او نظرياتو په بنياد مخ په وړاندې بيائي چې البته د امريکې په حقله پکار دي د ټرمپ د زوم جېرډ کوشنر رول او له بن سلمان او نېتنياهو سره د هغه ذاتي تعلقاتو ته هم اشاره وکړوو.
اسرائيل له سعودي سره د تعلقاتو د عادي کولو له لارې يو لړ مهم هدفونه تعقيبوي. اسرائيلو د تعلقاتو د عادي کولو لپاره خپل د ټولو مهم هدف ګرځولے دے او په حقيقت کښې کوشش کوي چې سعودي له اسلامي هېوادونو بيل کړي. صهيونېسټ رژيم ښه خبر دے چې سعودي له مذهبي لحاظه په اسلامي نړۍ کښې خاص مقام لري او له بلې خوا د سعودي اوسنے حکومت هم په سيمه ايز سياست کښې د دغه هېواد څرګندېنه تعقيبوي. په حقيقت کښې صهيونېسټ رژيم د رياض د اوسنيو واکمنانو د سياسي غونډو ‌‌ډول پېژندلے دے او د قدس په باره کښې د اسلامي تعاون د تنظيم په هنګامي غونډه کښې چې د ترکيې په استنبول کښې جوړه شوه د سعودي د باچا، وليعهد يا حتی د خارجه وزير نه ګډون په دې خبره ډېره څرګنده ګواهي ده چې سعودي د صهيونېسټ رژيم په دام کښې ګېر شوے دے.

captcha