IQNA

د ایرانی قاري په چین کښې تلاوت

1:28 - June 08, 2018
د خبر لمبر: 3481246
نړیواله ډله: د رمضان میاشتې مناسبت سره، د ایران له مشهور قاریانو په چین اسلامی انجمن کښې د قرآن کریم آیتونه تلاوت کړل.

د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د ایران مشهور قاری سید جاسم موسوي په پکن کښې د ایران کلتوری سازمان همغږي سره په چین اسلامی انجمن کښې د الله د کلام آیتونه تلاوت کړل.
دې اسلامی انجمن د چین اسلامی انجمن مشر حسن یانګ فامینګ او د طالبانو او محصلانو په شتون کښې د افطاري مراسم پیل کړل.
په دې مراسمو کښې یو شمېر طالبانو د قرآن کریم تلاوت وکړو او په ادامه کښې د چین مسلمانانو سنتي سرود د رمضان د میاشتې په مناسبت سره چې په کښې د فارسي او عربي عبارت هم وو وړاندې کړو.
دې خبر اعلان له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سامان له اړخه د چین اسلامی انجمن په دعوت سید جاسم موسوي په دغه هیواد کښې د رمضان په میاشته کښې د مسلمانانو محفلونو او جوماتونو کښې د قرآن کریم تلاوت لپاره بللې شوي دي.
http://iqna.ir/fa/news/3719648
captcha