د ایکنا راپور له مخې، له رویترز نه په نقل، دې ډلې په یوه بیانیه کښې اعلان کړي چې د اوربندیز اعلان به د بهرنې ځواکونو لپاره نه وې او د هغوي خلاف به عملیات ادامه لري.
په بیانیه کښې همدارنګه راغلې چې د که په دغه درې ورځو کښې په طالبانو باندې برید وشي نو هغوي به خپله دفاع کوي.
په بیانیه کښې طالبان تاکید کوي چې د دې ډلې استازې حق نه لري چې د اختر په عمومي جشنونو کښې ګډون وکړې، ځکه چې ممکنه ده دښمن پرې برید وکړي.
د طالبانو دا اراده چې لومړي ځله یی دارنګه اقدام کړي د افغانستان د ولسمشر د طالبانو سره بې له هیڅ شرطه د اوربندیز اعلان نه ورستو دا اقدام ترسره کړي.
اشرف غنی څرګنده کړه چې د نورو وسله والو او ترهګرو لکه داعش ډلو سره به دا اوربندیز نه وې، د اختر د ورځې مشخص نه کېدو له امله تراوسه معلومه نه ده چې د اوربندیز د شورو ورځه کومه یوه ده، که څه هم د افغانستان په رسمي کلېنډر کښې د جمعه ورځه د اختر ورځ ټاکلې شوې ده.
http://iqna.ir/fa/news/3721206