IQNA

د عاشورا پیښه د څرنګه ژوند کولو عملی منطق دې

22:16 - September 21, 2018
د خبر لمبر: 3481526
نړیواله ډله: ښاغلی ابوترابی فرد دې ته په اشارې سره چی دغه د عاشورا منطق د سپیڅلی دفاع په عملی منطق کې هم تجروبه شو زیاته کړه سپیڅلی دفاع د لبنان خلکو او د عراق پیاوړی جبهې ته د مقاومت درس ورزده کړ تر څو د سلطه پالو او استکبار په وړاندې مقاومت وکړی
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ پښتو برخې نه په نقل، د تهران موقته جمعې امام حجت الاسلام والمسلمین محمد حسن ابوترابی فرد د دې خبرې په کولو سره چی د عاشورا پیښه د څرنګه ژوند کولو عملی منطق دې جوته کړه امام حسین علیه سلام د ایران ، عراق ، سوریې ، یمن او بحرین د ملتونو بیلګه ده او د نړۍ درستو پتیالیو ته یې مردانګی او غیرت ورزده کړ .
ښاغلی ابوترابی فرد دې ته په اشارې سره چی دغه د عاشورا منطق د سپیڅلی دفاع په عملی منطق کې هم تجروبه شو زیاته کړه سپیڅلی دفاع د لبنان خلکو او د عراق پیاوړی جبهې ته د مقاومت درس ورزده کړ تر څو د سلطه پالو او استکبار په وړاندې  مقاومت وکړی .
ابوترابی فرد د ایرانی ملت له حرکت سره په مقابله کی د ټرمپ ، نتانیاهو او بن سلمان د وروستیو کړچارونو فلسفې ته په اشارې سره جوته کړه د ایران د ملت د څلورو لسیزو کارنامه او تجروبه د امریکا او نړیوالې ټولنې مخ ته ده او ایرانې ملت د امام حسین علیه سلام له غورځنګ د پیروۍ په لاره کې ثابت قدم او کلک ولاړ دې .
http://parstoday.com/ps/news/world-i76643
captcha