IQNA

چین دامریکا اقدام وغند

19:45 - September 23, 2018
د خبر لمبر: 3481537
نړیواله ډله: دچین دفاع وزارت له روسیې سره د پوځی ملګرتیا په دلیل د دغه هیواد د شرکتونو دبایکاټ لپاره دامریکا فیصلې ته غبرګون وښودد.
ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د چین دفاع وزارت پرون وویل له روسیې د توغندوی سیسټمونو او دجنګی الوتکو داخیستلو لپاره د پیکینګ فیصله د دوو(۲) خپلواکه هیوادونو ترمینځ ملګرتیا ه او امریکا په دې  زمینې کښې د لاسوهنې حق نلری .
د چین دفاع وزارت وویل دامریکا کړچار په نړیوالو اړیکو کښې د اساسی معیارونو ښکاره خلاف ورزۍ کول دی او دغه اقدام د چین او د روسیې په اړیکو کښې ښکاره لاسوهنه ده .
دچین خارجه وزارت پرون خبرداری ورکړ  که چیرې امریکا د پیکینګ پرضد بایکاټونه لغوه نکړی نو  واشنګټن به له جدی پایلو سره مخ شی .
دامریکا حکومت په تیرې پنجشنبې ورځ له روسیې د جنګی الوتکو او د توغندوی سیسټم د  اخیستلو په دلیل د چیند پوځ پرضد یو شمیر بایکاټونه او تنبیهی اقدامات اعمال کړل .
http://parstoday.com/ps/news/world-i76685
captcha