د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، دپاکستان دبشری حقوقو په چارو کې وزیرې میرمن شیرین مزاری نن په یو لړڅرګندونو کې د پاکستان په ضد دامریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ دوروستیو څرګندونو په سخت غبرګون کې د دغه هیواد چارواکو ته په خطاب کې ووئیل ، امریکا د پاکستان دوست هیواد نه دی او باید پرې باؤر ونشی . هغې زیاته کړې ، امریکا د ستمبر دیولسمې ترهه ګرو پیښو وروسته خپلې هوائی حملې د پاکستان د قبایلو په هستوګنو سیمو غیر قانونی او یواړخیزې حملې پیل کړې چې د زرګونو بې ګناه خلکو د وژلې او دلسګونو زره خلکو دبې کوره او کډوالیدا لامل شوې .
میرمن مزاری ګواښ کړی ، ټرمپ د خپل هیواد داخلی چارې په سمه اداره کړی او دنورو په چارو کې دې له ګوت وهنو ډډه وکړی او دترهه ګرۍ په ضد په نړیوالې مبارزې کې د پاکستان دحکومت او ولس قربانۍ له هیچا پټې نه دی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ له فکس نیوز ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې یو ځل بیا په تکراری خبرو کې پاکستان له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورن کړی دی .
دپاکستان او امریکا اړیکې په امریکا کې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسیدا وخت راهسې تر ډیره حده ترینګلی شوی دی ، خو داسلام اباد چارواکی تل دغه تورونه ردوی او وائی ، پاکستان پخپله د ترهه ګرۍ قربانی دی او دترهه ګرۍ په ضد ئې تل مبارزه کړې ده .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i78268