IQNA

د ملګرې ملتونو سازمان د مشر له اړخه د اسلام نه وېرې پراختیا په اړه خبردارې

21:58 - December 10, 2018
د خبر لمبر: 3481748
نړیواله ډله: د ملګری ملتونو سازمان چارواکي د اسلام خلاف په نفرت او نژاد پالنه(د اسلام نه ویره) کښې پراختیا په اړه  خبردارې ورکړو او د روهینګیا کډوالو د مصیبت او ستونزو په اړه یی خپل خفګان څرګنده کړو.

د ایکنا راپور له مخې، د arab48 نه په نقل، د ملګرې ملتونو سازمان چارواکي آنتونیو ګوترش چې په نیویارک کښې د ملګرې ملتونو په مقر کښې د سزا او نسل وژنې نه مخنیوی کولو لپاره د نړیواله کنوانسیون منلو ۷۰کلیزه لمانځلو په مراسمو کښې سخته اندېښنه په میانمار کښې د روهینګیا مسلمانانو د حالاتو په اړه څرګنده کړه چې څرنګه دوې په منظم ډول هغې باندې سختې کوې او وې ویل: د بشري حقوق کنوانسیون لومړۍ تړون د سزا او نسل وژنې نه مخنیوی کول دی چې د ملګرې ملتونو سازمان په ۹ دیسمبر کال ۱۹۴۸ کښې یی تصویب ته رسولې ده.
هغه دې بیان اشارې سره چې د تاوتريخوالو افراطی ډلو لکه داعش په عراق کښې، د ایزدی خلکو وژلو او جنسی غلامي سره خپل هدف ګرځولې دی زیاته کړه: د تاوتریخوالی په بېلابېلو شکلونو کښې اقدامات په بهرنو او په ښځو او د اسلام نه ویره او اسلام سره دښمنې په پراختیا کښې ده.
ګوترش دې بیان سره چې له ګډ وژنې او سزا سره مقابله او د هغې مسؤولیت د نړیواله ټولنې وظیفه ده په اړه وویل: ټول باید په ځانګړې او ټولنیزه توګه د هغه هڅو په مقابله کښې چې خلک د ملیت، نژاد او دین په دلیل خپل هدف ګرځه وې ودرېږو.
هغه د خپلو خبرو یوه بله برخې په ادامه کښې د میانمار په هیواد کښې د مسلمانانو ستونزو او مصیبت باندې د سخت خفګان اظهار سره وویل: د هغې په منظم ډول دغه اقداماتو ته کولې شو چې د نژاد پاکولو نوم ورکړو.
د سزا او نسل وژنې نه مخنیوي کنوانسیون د کال ۱۹۴۸ دیسمبر میاشتې ۹ تاریخ باندې د ملګرې ملتونو په سازمان کښې تصویب شوې وو. د دغه سازمان عمومي غونډې د قرارداد متن سره ضمیمه د نسل وژنې نه مخنیوې د تصویب ۱۱ ماده سره تړون ورکړې او هغه یی هیوادونو ته لاس لیکنې او تصویب لپاره وړاندې کړې وو.
http://iqnanews.ru/fa/news/3770368
captcha