IQNA

په پاکستان کښې د حاجیانو لپاره د ځای معلومولو اپلیکیشن جوړول

23:34 - August 06, 2019
د خبر لمبر: 3482338
نړیواله ډله: یو پاکستانی شرکت یو اپلیکیشن د حج مناسک ترسره کولو په وخت د حاجیانو ځای معلومولو لپاره جوړ کړې دې.
د ایکنا راپور له مخې، د بیزینس ریکوردراطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، یو شرکت په پاکستانی ښار راولپنډۍ کښې د موبایل لپاره یو اپلیکیشن جوړ کړې چې خلکو ته دا امکان ورکوې چې د خپل سفر ملګرو سره په اړیکه کې وې.
په حج کښې په بېلابېلو ځایونو کښې رش یو طبیعی خبره ده او ډېر زیات حاجیان، له خپلو ملګرو او د سفر ملګرو نه ورکېږي. دغه اپلیکیشن د خپلو ملګرو موقعیت ښودلو سره د هغوي مرسته کوې چې ځای یی پیدا کړې او د یو بل د هر شېبې د ځای نه خبر وې.
دا اپلیکیشن چې په موبایل کښې فعال وې، دا امکان لرې چې د ملګرو او سفر ملګرو موقعیت بي له دې چې دغه اپلیکیشن یی په خپلو موبایلونو کښې فعال کړې وې د هغې ځای په ګوته کړې.
همدارنګه دا توان لرې چې هوټل یا نور عبادتی ځایونه، د بېرته تللو لار او یا هغه ځای چې په کښې پاتې کېږي پيدا کړې، دغه اپلیکیشن بی له سیګنل یا د وای فای هم کار کوې.
http://iqna.ir/fa/news/3832878
captcha