له المعلومه خبري آژانس څخه په نقل، صادق الحسیني وایې: د حشد الشعبي ځواکونو، پولیس او عراقي پوځ له درې محورو د وقف الحوض کلې په کرنده ځمکه کښې د داعش پاتې ترهګرو نیولو لپاره په پراخه توګه پوځي علمیات پیل کړي دي.
الحسیني زیاته کړه: دا عملیات د داعش ترهګرې ډلې شتون ترپایې رسولو او د کرنده ځمکو او کلو کښې امنیت تامین کولو لپاره ترسره کېږي.
د د وقف الحوض کلې په دیالي ولایت کښې د کر ترټولو لويه ځمکه ده او په دې وروستیو کښې له دغه ځایه د ترهګرۍ اقدامات ترسره کیدل او د ترهګرو لخوا امنیتي ځواکونه د بریدونو هدف ګرځيدل.
3892891