ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ،د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځّنګ مسئولانو وئیلي دي ، د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو چوپتیا د شرم وړ خبره ده.
دغه خوځښت د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره وایي، ژر تر ژره دې د پوهنتونونو او ښوونځیو برخلیک معلوم شي او افغان نجونو او ښځو ته دې، د زده کړو او کار اجازه ورکړل شي.
د افغانستان دمدني فعالانو میرمنو یوې مسئولې میرمن رخشانه رضایي ووئيل ،طالبان افغان مېرمنې داسې پابندوي چې د بدویت په دوره کې او له اسلام دینه مخکې هم نه وې شوې؛ مونږ له طالبانو غواړو چې داسې افراطي فکرونو ته د پای ټکی کیږدي."
دغو میرمنو چې په کابل کې په یوه کور کې سره غونډې شوي په یوه پرېکړه لیک کې وئيلی دي ، افغان ښځې کله هم د طالبانو نظام په رسمیت نه پېژني او دا نطام یو تور، د ښځو ضد او د بشر ضد نظام یادوي.
په افغانستان کې د طالبانو په راتګ سره له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازت نه دی ورکړل شوی، ډېری دولتي کارکوونکي په کور کینول شوي، بې محرمه د لېرې واټن په سفر ئې بندیز لګول شوی چې دا ټول ښئ طالبان هماغه د تیر وخت له کړچاره لاس په سر شوي نه دي .