IQNA

لویدیځوال دې له ایرانه د ویرولو په ځاي پخپلو چیلنجونو فکر وکړي

6:51 - October 31, 2022
د خبر لمبر: 3486396
ایکنا-(تهران)د پاکستان د بشری حقوقو د چارو وزیر ریاض حسین پيرزاده ووئیل،لویدیځ ریاکاري کوي او دا په امریکا او هر یوه لویدیځي هیواد کې د اجتماعي  ګډوډیو او داخلی ترینګلیاؤ باندې د سرپوښ دکیښودلو لپاره  د دوي یوه روده ده .

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د پاکستان د بشری حقوقو د چارو وزیر ریاض حسین پیرزاده په یولړ څرګندونو کې د بشری حقوقو له اصولو ددفاع او د ملتونو په ملاتړکې د لویدیځي هیوادونو د ادعا په کلکه ردولو سره ووئیل،لویدیځ په هغه ځائيګي کې نه دی چې د ایران پشمول په نورو هیوادونو کې د بشری حقوقو په باب خبرې وکړي ځکه پخپلو هیوادونو کې ئې لومړني انساني حقوقو چخڼي کیږي.

په راپور کې وئيل شوي دي ریاض حسین پیرزاده همداراز د سیمې د ملتونو په وړاندې د لویدیځ ددوه ګوڼي چلند، دپوځي تیریو په بحث کې د دوي مجرمانه چُپتیا،د یواړخیزو بندیزونوپه څير ځيړ او قهرجنو اقداماتو په رټلو سره د لویدیځوالو دا ټول دوه ګوڼه  چارې د بشری حقوقو په ملاتړ کې د دوي تشې ادعاګانې وبللې.

 د پاکستان د بشری حقوقو د چارو وزیر زیاته کړه،لویدیځ ریاکاري کوي او دا په امریکا او هر یوه لویدیځي هیواد کې د اجتماعي ګډوډیو او داخلی ترینګلیاؤ باندې د سرپوښ دکیښودلو لپاره  د دوي یوه روده ده .

https://www.irna.ir/news/84926640/%D

captcha