IQNA

د اسلامی نظام پیاوړي ولسی بنیاد،پر درستو مسئولانو او عالمانوحجت تمام کړی

15:46 - February 23, 2023
د خبر لمبر: 3486943
ایکنا-(تهران)حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د خبرګانو د شورا ځائيګی،اهمیّت او حساسیت په اسلامی نظام کې له بل هرمرکز او ټولګې څخه لالوړ وبالۀ او وې وئيل،دغه شورا هم د رهبرۍ ټاکونکې او هم پخپلو خیال ساتنو سره د رهبرۍ د شرائطو د شتون او دوام تضمینونکي ده چې دغه شان لوي ځائيګی،د خبرګانو شورا غړو ته درندې دندې متوجه کوي.

ایکنا د رهبرۍ د ویب پاڼې  له قوله  راپور راکړ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن د رهبرۍ د خبرګانو د شورا له غړو سره په کتنې کې ټینګار وکړ،د اسلامی نظام  پیاوړي ولسی بنیاد  پر درستو چارواکو او مسئولانو او عالمانو  حجت تمام کړی دی.

حضرت  آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په دغې کتنې کې  دغه شورا د؛حمهوریت ؛ او اسلامیّت په خپلو کې سره په نغښتنې کې ډيره مهمه او لوړه بیلګه وبلله او په مختلفو صحنو کې ئې د ولس بې بدیله،حیاتي او دوامدار شتون ته په اشارې سره ووئيل،د اسلامی نظام  پیاوړی ولسی بنیاد ، یوه داسې ملی شتمنۍ ده چې خداوندمتعال په دې سره،د اسلامی نظام پر درستو مسئولانو اوعالمانو حجت تمام کړی دی او ټول باید ددغې لوئې پانګې په ساتلو او زیاتولو کې بې ځنډه هڅه وکړي.

دوي همداراز د خبرګانو د شورا ځائيګی، اهمیّت او حساسیت په اسلامی نظام کې  له بل هرمرکز او ټولګې څخه لالوړ وبالۀ او وې وئيل،دغه شورا هم د رهبرۍ ټاکونکې او هم پخپلو خیال ساتنو سره د رهبرۍ د شرائطو د شتون او دوام  تضمینونکي ده چې دغه شان لوي ځائيګی،د خبرګانو شورا غړو ته درندې دندې متوجه کوي.

حضرت  آیت الله العظمی سید علی خامنه اي له خبرګانو شورا سره دښمنيانې،د اسالمی جمهوریت له  اصل سره د دښمنۍ یو ډول وبالۀ او وې وئيل،له اسلامی جمهوری نظام سره ځینی دښمنیانې له سیاسی مسئلو او د فلسطین په څير د موضوعګانو په وړاندې د هغو له دریځونو سره اړونده  دي،خو خینی دښمنئ د نظام له ذات سره دي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود زیاته کړه، دغه نظام   د لویدیځ  نسخې ته د معتقدو کسانو په مقابل کې  چې په اجتماعي مسئلو کې  ددین له هرډول دخالت سره مخالف دي او یا د لیبرل ډيموکراسۍ د سرغنو په وړاندې  چې دډيموکراسۍ  او آزادۍ ددروغجن بیرغ ترشا،ددینا د سرچینو د غلاکولو او د سلطې نقشه  ئې انځور کړې ده،دریدلی  او  د؛دین ؛تر څنګ ئې د ازادۍ او ولسواکۍ په راوستو سره،د دوي نقشه سره ګډه وډه کړې ده . 

حضرت  آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  ووئیل، شکونه او شبهات د بندیزونو په څير دي  او د ځواب وئيلو لپاره  دفکر او څیړنې  او مطالعې سبب کیږي، هماغه ډول چې بندیزونو مونږ  اړباسلو څو ددفاعي،درملیزو او سلامتیا په څير په مختلفو موضوعګانو کې نوو بریاؤ ته لاس رسی ولرو چې که بندیزونه نه وائ ،نو مطمناً هیڅ ډول تخنیکي او صنعتي پرمختګونه به مو نه وو  درلودلي.

ددغې کتنې په پيل کې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر او د رهبرۍ د خبرګانو شورا مرستیال مشر سید ابراهیم ریئسي،ددغې شورا د یولسمې رسمي غونډې د درو کاري برخو په باب یو مفصل راپور هم وړاندې کړ.

 https://iqna.ir/fa/news/4123950/%D8%A8%D

captcha