ایکناد حسینی مقدس آستان د رسندوئي برخې له قوله راپور راکړ،د شهادت د پسرلی نومې سمینار د ترسره کونکي کمیټڼې یوه مسئول علی کاظم سلطان په دې باب ووئيل،د ربیع الشهاده نومې شپاړسم نړیوال سمینار د امام حسین(ع)د ملتونو په زړونو کې په شعار سره ااو د څلورڅلویښتو هیوادونو دپلاؤ په شتون سره پیل شوی دی او ددې ترڅنګ د کتاب دنندارتون پشمول دډول ډول نورو فعالیتونو شاهدان هم یوو.
هغه ووئيل، د کربلان دکتاب نندارتون، په بین الحرمین کې د ماشومانو د سټال افتتاح،د هنری نندارتون ترسره کیدا،د بیلګه ځوانانو د ستاینې دستورې،د ایران او مصر د قاریانو په ګډون سره له قرآن سره د انس د محفل ترسره کیدا او په جامعةالزهرا(س) کې د میرمنو د ځانګړو کلتوری فعالیتونو ترسره کیدا ددغه سمینار نوره فعالیتونه دي.
ددغه سمنیار یوه مدیر محسن الوزني هم په دې باب ووئيل، د ربیع الشهاده شپاړسم نړیوال سمینار دجمعې ورځې افتتاح شوی دی.ددغه سمینار په څنډې کې د شب شعر، څيړنیزې سیالۍ او د کتاب نندارتون هم ترسره کیږي.په دغه سمینار کې د څلور څلویښتو هیوادونو نمایندګان برخه اخلي او سږکال هغه ډیری عراقیان چې په نورو هیوادونو کې ژوند کوي، او د طبی، انجنیئرینګ او نورو تعلیمي ډګرونو کې د بشریّت خدمت کوي ،په دغه سمینار کې به د امام حسین په سپيڅلی حرم کې به وستایل شي. هغه ووئيل ددغه نړیوال سمیناردترسره کیدا موخه،د اسلامی او د اهل بیت علیهم السلام د فرهنګ خپریدا و دنړۍ له مسلمانانو سره د ارتباط جوړول دي.
ددغې جشنوارې په پرانیستونکو دستورو کې د حضرت امام حسین علیه السلام د سپيڅلي حرم په داخل کې د رسمي او ولسی چارواکو په شتون سره ترسره شوې، حجةالاسلام کربلائي هم پخپلې وینا کې ووئيل، د اسلامی عقایدو په باب د شکونو او شبهاتو د خوریدا له لارې د اخلاقي انحراف د پراختیا لپاره دځينو لورو له خوا ډيرې هڅې کیږي،البته دغه ټولنې د امام حسین علیه السلام سره خپله وفاداري ، د فکري افراط پالو ډلیګو په ضد پخپلو سرښیندنو اوقربانیانوسره او د میدان له لارې ثابته کړې ده او هیچا به اجازت ورنه کړي،څو په دې اړه د مسلمانانو ترمینځ کوم درز اوتفرقه رامینځةکړي او دغه راز دا یو نړیوال او د بشریّت د ژغورنې غورځنګ دی چې د بشریّت د احیاء اوژغورنې لپاره به ترقیامته دوام ولري.
ټاکل شوې ده د شهادت پسرلی نومې دغه نړیوال سمینار د شعبان د میاشتې تر اتمې نیټې پورې دوام ومومي.