ایکنا دپارس ټوډې له قوله راپور راکړپه تیرو څو ورځو کې دا پنځمه چاودنه یا ځان مرګی برید دی چې د پاکستان په مختلفو سیمو کې چاودنې او بریدونه کیږي او دغه راز د لسګونو کسانو وینه پکې تویږي.
په راپور کې وئيل شوي دي ،د پاکستان بلوچستان ایالات په بولان سیمه کې د پولیسو په یوه ګاډي،د موټر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر برید کړی چې له امله یې ۹ پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
پرون هم د پاکستان په خیبر پختونخواه صوبې کې دوې چاودنې شوي چې یو شمیر کسانو ته ئې مرګ ژوبله اړولې وه.
په دغه راپو رکې وئيل شوي دي ، دبلوچستان صوبې په بولان سیمې کې پولیسو رسنیو ته ویلي چې چاودنه د یو موټرسایکل سپور ځانمرګي بریدګر لخوا په ځان پورې د تړلو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله شوې چې د تلفاتو د زیاتوالې ویره ئې هم شته.
د یادې پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوی دي.