ایکنا د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې له قوله راپور راکړ،دهند یو نامتو خطاط هنرمند حسن ګوريد قرآن کریم دنړیوال نندارتون په دیرشم پړاؤ کې له خپلوغوره آثارو سره یوځاي ګډون کوي.
د تهران په دغه نړیوال نندارتون نکې ددغه هندي هنرمند د ګډون غږملتیا، په ممبئ کې دایران د کلتوري خونې او د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د ادارې له خوا ترسره شوې ده .
همداراز د تهران دقرآن په نړیوال نندارتونو کې دهغه د شتون خبر د هند داحمد آباد ښار په ګجراتي ورځپاڼې کې په ګجراتي ژبه خپور شوی دی.
د وئيلو ده چې د تهران د قرآن کریم د نړیوال نندارتون دیرشم پړاؤ د وري دمیاشتې په دولسمه نیټه د ؛لولم دې؛په شعارسره د تهران په امام خمیني مصلی یا عیدګاه کې پیل شوی او ټاکل شوې چې د قرآ دنندارتون نړیواله برخه هم نن مازدیګر د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد د وزیر محمد مهدي اسماعیلي،د اسلام ی ارتباطاتو او کلتور دادارې دمشرحجةالاسلام محمد مهدي ایماني پور او ددغې ادارې د مرستیال حسین روزبه په شتون سره پرانیستل شي.