ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د پآکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د ترهګرۍ ضد ځانګړو پولیسو مشر خالد سهیل رسنیو ته ویلي چې د مرکز دننه دوې چاودنې شوې چې له امله یې ودانۍ چپه شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې په دې مرکز کې ډیره زیاته وسله او مهمات هم ځای پر ځای وو، خو لا معلومه نه ده، چې همدې مهماتو چاودنه کړې او که دا پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.
خو سهیل وایي، ډېری مهال ځانمرګی برید په دروازه کې کېږي، خو دا چاودنه د پولیسو مرکز دننه شوې ده.
د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه له یادې ودانۍ ۱۲ جسدونه او ۶۰ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي او د ټولې پښتونخوا په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.
دخبر تر مخابیره کیدا پورې د دې پېښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې څو میاشتې مخکې د خیبر پښتونخوا صوبې په پېښور ښار کې هم د پولیسو په مرکز کې د ځانمرګي برید له امله لسګونه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i131806