ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان بدخشان ولایت کې د دغه ولایت د پخواني مرستیال والي د فاتحې په مراسمو کې د چاودنې له امله د طالبانو د بغلان ولایت مخکیني امنیه قوماندان صفي الله صمیم په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي رسنیو ته ویلي نن سهار لس نیمې بجې د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار د لومړۍ حصې په نبوي جومات کې د فاتحې د مراسمو پر مهال چاودنه شوې چې له امله یې د طالبانو د بغلان ولایت پخوانی امنیه قوماندان صفي الله صمیم وژل شوی.
هغه د پېښې د نورو تلفاتو په اړه دقیق معلومات ورنکړل، خو د بدخشان په روغتون کې یوې سرچینې ویلي چې له چاودنې ۱۵ جسدونه او ۵۰ ټپيان ور وړل شوي چې د ځینو ټپيانو حالات هم نازک دی.
دوه ورځې وړاندې د بدخشان مرستیال والي مولوي مولوی نثاراحمد احمدي د یوه موټر بم چاودنې په ترڅ کې وژل شوی وو چې د پېښې مسؤلیت داعش ډلې پر غاړه اخیستې وو.
تر اوسه د وروستۍ پېښې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه ندی اخیستی.