IQNA

د قرآن کریم سپکاوي کونکی عامل له موساد سره په ارتباط کې دی

15:56 - July 13, 2023
د خبر لمبر: 3487622
ایکنا-(لبنان)  د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي ووئيل، په سویډ کې د قرآن کریم سوځول یوه خطرناکه او دردناکه پیښه ده  او باید د نړۍ درست پتمن ئې محکومه کړي ،د قرآن کریم د سوځولو لپاره د یوه مسیحي  ټاکل د مسلمانانو او مسیحیانو ترمینځ د فتنې د اور د لمبو د غرغنډه کولو لپاره د صهیونسټانو د پلانونې نښه ده .

ایکنا د المیادین چینل  له راپور سره سم دلبنان د حزب الله  مشر سید حسن نصرالله په ۳۳ ورځنی جنګ کې د مقاومت د بریالیتوب په مناسبت په وینا کې وویل هغه کس چی په سویډن کې یې د قران کریم نسخه وسوځوله د اسراییلو له موساد جاسوسی ادارې سره ارتباط لری او هدف یې دمسلمانانواوعیسایانوترمینځ داختلافاتو رامینځته کول دی .

حسن نصرالله ټینګار وکړ د سیمې خلک باید له دولتونو وغواړي چی د قران کریم د سوځولو د موضوع په وړاندی سخت دریځ غوره کړی او د قران کریم د سوزولوپه موضوع کې د ماسکو د پام وړ دریځ لویدیځ هیوادونه لالهانده کړل.

 د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي  دغه راز ووئيل، په سویډ کې د قرآن کریم سوځول یوه خطرناکه او دردناکه پیښه ده  او باید د نړۍ درست پتمن ئې محکومه کړي ،هغه کس چې  په سویډ کې د قرآن کریم د سوځولو اقدام ئې کړی دی، یو عراقي مسیحي دی چې  د اسرائيلو له موساد جاسوسي ادارې  سره  ارتباط لري.  دقرآن کریم د سوځولو لپاره د یوه مسیحي  ټاکل  د مسلمانانو او مسیحیانو ترمینځ د فتنې د اور د لمبو د غرغنډه کولو لپاره دصهیونسټانو د پلانونې نښه ده .

د حسن نصر الله ددي خبري په کولو سره چې  اسرائيلیانو او امریکایانو په کرتو  په ۲۰۰۶کال کې په ۳۳ورځني جنګ کې پرخپلې ماتې اعتراف کړی دی ، ووئيل، د جولائي د جنګ اساسی د هدف  د لبنان دمقاومت نابودول او دسیمې دنوي جوړښت په وړاندې د امریکا او اسرائيلو شرطونو ته تسلیمولو ته ددغه هیواد اړباسل وو.

د لبنان د حزب الله عمومی منشي په الغجر سیمې کې  د  حزب الله  غورځنګ د خیمې لګولو په باب ووئيل، دالغجر شمالی برخه  دملګروملتو د اعلان به اساس، د لبنان خاوره ده، مونږخیمې د لبنان په خاورې کې لګولي دي ،خو اسرائيل د شبعا پټي  له خپل ځان سره اړوندده ګڼي.  مونږ به خپلې خیمې ان شاالله د خپل هیواد  لبنان په شبعا پټَیو کې لګوو .

حسن نصر الله روښانه کړه ، الغجر د لبنان خاوره ده چې اسرائيلو بیا نیولې ده او پکې ئې دیوال جوړ کړ ی دی  او دلته ئې خپل قوانین اجرا کړي دي، هغه څه  چې په الغجر سیمې کې  رامینځةشوي دي ،ورباندې هیڅکله چُپتیا نه شو کولی ،دا د لبنان خاوره د او باید له کوم قید او شرط پرته لبنان ته وګرځول شي.

 د لبنان به ضد ۳۳ورځنی جنګ د ۳۰۰۶کال د جولائي په دیارلسمه پیل شو  او تر ۳۳ ورځوپورې ئې دوام وکړ. په دغه جنګ کې  صهیونیسټي وحشي رژيم د مقاومت دقدرت او عظمت په وړاندې ماته وخوړه او مقاومت ئې خراب نه کړئ شو.

https://iqna.ir/fa/news/4154740

captcha