IQNA

لوېدیځ او صهیونیسټي رژيم په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړي دي

14:45 - August 01, 2023
د خبر لمبر: 3487718
ایکنا – (اسلام آباد) د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر، لوېدیځ او صهیونیسټي رژیم په سیمه کې د ترهګرۍ د بهیر ملاتړي وبلل.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې«مولانا فضل الرحمان» پرون په اسلام آباد کې د ایران له سفیر "رضا امیري مقدم"  سره په لیدنه کې وویل: استعمارګر  هېوادونه او صیهونیسټي رژيم د اسلامي هېوادونو د بې ثباته کولو هڅه کوي.

«مولانا فضل الرحمان» د تېرې ورځې د ترهګریزې حملې په غندنه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو په قدرونې سره، په سیمه کې د ایران او پاکستان په رول او د پایدارې سولې لپاره یې د هغوي پر همفکرۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د دواړو هېوادونو سوله او امنیت په یو بل پورې تړلی دی، ځکه د ګډو ملګرتیاوو د پیاوړتیا او همداشان د سخت درېځۍ او  ترهګرۍ له بهیر سره د مقابلې لپاره باید دوه اړخیز تعاملات مضبوط شي.

په دغه لیدنه کې د ایران سفیر امیري مقدم هم وویل: ایران هم په تېرو وختونو کې د داسې ترهګرو حملو ترخه تجربه لري، د ایران له لوړرتبه چارواکو واخلې تر عامه خلکو پورې ۱۷ زره کسان د هغو ترهګرو په لاس شهیدان شوي، چې د لوېدیځ او صهیونیسټي رژيم په ملاتړ، په وسلو او ساز او سامان سنبال شوي وو.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i136464

captcha