ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د قدس ځواکونو په دغه بیانیه کې اعلان وکړ: صهیونیسټي رژیم باید پوه شي چې د شهیدانو وینه به د مقاومت وړاندې نورې هم زیاتې کړي او د فلسطین د وسله وال کېدو غوښتې د دوام سبب به شي.
دغه خبرداری وروسته له هغه خپور شو، چې د یکشنبې په ورځ د جنین په ښار کې د صهیونیسټي رژیم په ترهګرو عملیاتو کې درې فلسطینیان شهیدان شول.
له دې سره نن دوشنبه هم یو بل ۱۷ کلن فلسطیني ځوان د صهیونیسټانو له لوري په شهادت ورسېد.
په جنین کې د دغه صهیونیسټي جنایت او د درېیو فلسطینیانو د شهادت په غبرګون کې، حماس او اسلامي جهاد اعلان وکړ چې صهیونیسټي رژیم د خپلو تیریو او وژنو د عملیاتو په زیاتولو او د درېیو نورو فلسطینیانو په شهادت سره، یو بشپړ جنایت ترسره کړی دی.