ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکوي، نن سهار د پېښاور د ښار په ورسک سیمه کې د فوځیانو په ګزمې چاودنه وشوه چي د امله یې یو کس ووژل شو او ۱۱ تنه ټپیان شول.
تر دې دمه د دې برید مسئولیت هیڅ یوه ډله په غاړه اخیستې نه ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په یوه اعلامیه کې ویلي: له ټروریزم سره به جنګ دوام وکړي او پاکستان کې د ټروریزم او تاوتریخوالې ځای نه دی.
د پآکستان فوځ په دې وروستیو کې د خیبر پختوانخوا او بلوچستان ایالتونو په شمول په مختلفو سیمو کې پراخ عملیاتونه پیل کړي دي.
د پاکستان فوځ تېره ورځ ویلي وه چي د خیبر پختونخوا په اورسون سیمه کې د عملیات پر مهال ۷ ترهګر وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان رسنیو له راپور سره سم، په وروستیو ورځو کې هم د افغانستان له پولو څخه په پاکستاني ځواکونو برید شوی وو چي په کښې ۱۲ ترهګر وژل شوي وه.