IQNA

د پاکستان په مستونګ دوآبه سیمو کې د رسول الله(ص)د میلاد په جشن کې په ځان مرګي برید کې لسګونو کسان شهیدان شول

11:59 - September 29, 2023
د خبر لمبر: 3488023
ایکنا-(کویټه) د د بلوچستان صوبې د مستونګ د پولیسو یوه افسر جاوید لهړي په وینا چاودنه د مستونګ په الفلاح سړک کې د جومات ترڅنګ شوې او دد یوه ډيس ایس پي پشمول 47 کسان پکې شهیدان شوي دي او کابو 60 ټپیان هم روغتونونو ته منتقل کړئ شوي دي

ایکنانیوز د دنیا نیوز له قوله راپور راکړ،د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ  ضعلې کې د جومات په څنګ کې یوه زوروره چاودنه شوې چې د یوه ډی ایس پي  پشمول شل کسان پکې وژل شوي او څه دپاسه  پنځوس نور پکې ټپیان شوي دي چې ممکنه ده د مړو شمیر ئې نوره هم زیات شي.

د بلوچستان صوبې د مستونګ د پولیسو یوه افسر جاوید لهړي په وینا چاودنه د مستونګ په الفلاح سړک کې شوې ده او ټپیان روغتونونو ته منتقل کړئ شوي دي او دغه راز په درست ښار کې په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

ځاي مسئولان وائي چې  ممکنه ده دغه حمله ځان مرګي وي البته بشپړ جزیات ئې لا نه دي معلوم شوي .

په همداوروستیو  کې د پاکستان  مختلفو سیمو په تیره بیا بلوچستان او خیبر پختونخواه صوبو کې  افراطي اورپکو او بیلتون غواړو ډلو ټپلو دپاکستان د عامو مسلمانانو او  حکومتي ادارو په ضد خپل جنایتونه  زیات کړي دي ، ان تر دې چې نن  په بلوچستان کې د حضرت محمد مصطفی (ص) د نیکمرغه میلاد په مناسبت  جشنونه هم خوندي نه دي او دا دپاکستان حکومت او امنیتی ځواکونه دي چې د ترهه ګرو او اورپکو په ضد کوټلی او جدي  اقدامات نه کوي او ددغه هیواد ولس ئې د ترهه ګرو او اورپکو په رحم وکرم پریښودلی دی.  

 

https://dunya.com.pk/index.php/dunya-headline/HeadLineRoznama/758831_1

captcha