IQNA

له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکوعادی کول د فلسطین پر شا د خنجر ګوزار دی

11:57 - October 03, 2023
د خبر لمبر: 3488049
ایکناـ(لبنان) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله  د رسول الله(ص) او دحضرت امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه میلاد په مناسبت پخپلې وینا کې ووئيل،له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو عادي کول د فلسطین پریښودل او د دښمن پیاوړي کول دي.

ایکنا دالعهد له قوله راپور راکړ،د لبنان دحزب الله ولسی غورځنګ عمومی  منشی سید حسن نصر الله  د حضرت محمد مصطفی(ص) او د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه میلاد په مناسبت پخپلې وینا کې ووئيل، د یمن په ډيرو سختو اقتصادی او امنیتی شرائطو کې ددغه هیواد په ډيرو ولایتونو کې د پيغمبر اکرم د میلاد  د ولولناک او پرتمین جشن ترسره کیدا د ستاینې او قدرونې وړ ده. د یمن پر ولس درود او سلام استوم او ددوي ستاینه او مننه کوم. د یمن د ولس دغه اقدام پکار ده ټول مسلمانان یو مثال وګرځوي.

سید حسن نصرا لله په دوام کې ووئيل د پاکستان  د اهل سنت  مسلمانانو په جوماتونو کې ترهه ګرې پيښې په سخته محکوموم . ځکه دوي یوازې د  خاتم الانبیاء حضرت محمد مصطفی(ص)د نیکمرغه میلاد په جشن بوخت وو.دا د هغو سرطانی تکفیریانو تورتمه څیره ده چې په اسلامی نړۍ کې خوره شوې ده او هرڅوک  له رسول ا لله بزرګوار سره خپل عشق بیانوي ،وژل کیږي.

حسن نصر الله د ایران د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود په وسیله د وحدت د اونۍ  نومولو ته په اشارې سره  ووئيل، حضرت امام خمینی د پیغمبراکرم(ص) دبعثت ورځ تر ټولو تاریخي او لویه ورځ ګڼله.هغه کسان  چې  ددغو دستورو او جشنو ترسره کول حرام ګڼي ،  هیڅ شرعي او فقهي  دلیل نه لري او د اهل تشیع دعالمانو په شمول د اهل تسنن زیاتره عالمان ددغو جشنونو پر حلال  او شرعي  شونې اجماع لری. مونږ باید په دغو شپو ورځو کې سترې  خوشالۍ او جشنونه  ولرو، د پیغمبر اکرم(ص) د میلاد ورځ ترټولو لویه او غوره ورځ ده.مونږ باید ملګرتیا او پلانونه وکړو څو  ددغه مناسبت لپاره ستر اولویه فضا ولرل شو او د ربیع الاول له دولمسې  تر اولسمې نیټې پورې  جشنونه او خوشالیانې وکړو.

د لبنان دحزب الله غورځنګ عمومی منشی  دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې  ووئيل،اسلامی امت باید د هغه څه مسئولیّت چې  د فلسطین سرښیندونکي ملت لپاره او د الاقصی  جومات لپاره رامینځةکیږي،ومني  او صهیونیسټان باید د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې  په باب داسلامی نړۍ چغه  واوري.

هغه ووئيل، هر هغه هیواد چې له صهیونیسټي رژيم  سره د اړیکو دعادي کیدا په لور ځي ،باید محکوم شي ،ځکه دغه اقدام د فلسطین د پریښودو او دددښمن د پياوړي کولو په معنا دی چې باید  ورسره  ملګرتیا ونشي.

https://iqna.ir/fa/news/4172748

captcha