IQNA

د مقاومت کلتور نسل په نسل منتقل او لا لوي شوی دی (فیلم)

7:12 - November 12, 2023
د خبر لمبر: 3488256
ایکنا-(بیروت) د لبنان دحزب الله غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصرالله  ددې خبرې په کولو سره چې  د مقاومت کلتور د اسرائيلو له غمیزو سره سره ، نسل په نسل منتقل او لا لوي شوی دي، ووئيل، د اکتوبر په اومه  نیټه د کتائب القسام  لوي عملیات د مقاومت د کلتور د لوړتیا د همدغې ودې ګواه دي.

ایکنا نیوز د المینار له قوله راپور راکړ، د لبنان دحزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله پرون ناوخته د حزب الله د شهید  د ورځې په مناسبت  د جنوبی بیروت په شاوخوا کې د هوائي ډګر  روډ  د شاهد المهدي  دښونځي په  ستر هال کې  ددې خبرې په کولو سره چې د شهید په ورځې  ددغه ورځې  نومول  د لبنان په صور سیمې کې د وحشي صهونیسټي رژيم  دپوخي  حاکم  په مرکز کې دسترې چاودنې په استناد سره ترسره شوې ده ،په صور کې  د صهیونیسټي رژيم د پوځي حاکم د مرکز شهادت غواړي عملیات ئې هماغه شان  د مقاومت دتاریخ ترټولو پیاوړی او لوي عملیات وبلل.

هغه زیاته کړه ،نن د حزب الله دشهید ورځ ده ،  دمونږ مقصد هر یو شهید دی، په ۱۹۷۲کال کې د حزب  الله دمقاومت د بهیر د پیلیدا له وخت راهسې رانیولې  تر هغه ترټولو وروستي شهید پورې چې نن ئې جنازه وشوه.

سید حسن نصر الله  ددې خبرې په کولو سره چې شهیدان یوخاص ځائيګی لري ووئيل،  د شهادت  دمقام حقیقت دمونږ په محدود په ذهن سره د درک وړ نه دی.

 سید حسن نصر الله ووئيل، دد صور د شهادت غواړو عملیاتو عامل احمد قصیر  او د نورو شهیدانو په څير د شهید وینه پر امریکائي اسرائيلي تورې بریالۍ شوه .

د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي  د شهادت لپاره  د خداوندمتعال  دغوره   او نور کاروان سره د شهیدانو د کورنیو د بچیانو یو ځاي کیدا لپاره د شهیدانو کورنیو ته په مبارکۍ وئيلو سره  ووئيل، زه هغه څرګندونې چې  د طوفان الاقصی عملیاتو  له بیلیدا څخه  د شهیدانو دکورنیو آورم  و د فلسطین و د غزې د شهیدانو د کورونیو د لارې ددوام تائيد دی ستایم .

سید حسن نصر الله دغه رازپه ډاګه ووئيل، وحشي نیواکګر رژيم تردې دمه  دخپلې کامیابۍ  او د مقاومت د مبارزانو د  ناکامۍ انځور په وړاندې کولو کې بې وسه دی،د فلسطین په لویدیځي غاړې کې  مقاومت نیواکګر رژيم مجبورولی شی ،خپل ځينی وحشی ډوله عسکر له غزې او لبنان سره  له پولو بیرته په شاکړي. هغه زیاته کړې ده ، داسرائيلو په زړه دیمن  دډرونز او توغندیو  حملې  مهمې  نتیجې درلودلي دي  له دې ورتیر چې  اسرائيلو  دهغوي مخه  نیولي وي، او مهمه موضوع له فلسطینه د یمن دپ،ځ په ملاتړ کې روښانه  مسئله دا ده چې  دی دیمن پوځ او مقاومت سره یو دي.

 سید حسن نصر الله دغه راز ووئيل، په عراق او سورئې کې هم مقاومتي چورلیز  وښودله چې دوحشی صهیونیسټي رژيم بشپړ ملاتړ کونکې امریکا  به هم په هیڅ یوه ځاي کې آرامښت ونه لري او  تر څو چې له وحشي صهیونیسټانو ملاتړ کوي د دوي مرکزونه او تاسیسات به د مقاومتی مبارزانو په شیشت کې وي. او دعراق  د مقاومتی مبارازنو  دغه عملیات د ستاینې وړ دي چې  امریکائي پوځیان ئې  لالهانده کړي دی.

https://iqna.ir/fa/news/4181189 

captcha