ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغاسنتان د طالبانو امنییتی مامورانو،یو انتحاري حمله کوونکی مخکې تر دې چې ځان هدف ته ورسوي، وویشت او د انتحاری واسکټ چاودونکي مواد یې وچاودېدل.
د راپورونو له مخې، د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
ځايي سرچینې وايي، چاودنه د نیمروز د والي دفتر ته څېرمه شوې.
د دغو سرچینو پراساس، طالبانو یو انتحاري حمله کوونکی مخکې تر دې چې ځان هدف ته ورسوي، وویشت او د انتحاری واسکټ چاودونکي مواد یې یې وچاودېدل.
ځینو ځايي سرچینو ویلي چې چاودنه د ولایت په مقام کې شوې.
بلخوا د نیمروز والي شیخ قاسم یوه ویډیو خبره شوې چې په کې نوموړی هغه د خپل روغتیایي وضعیت د ډاډ او یو بریدګر د لټون خبره کوي.
تراوسه پورې د دې چاودنې په نتیجه کې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي.
په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې لږترلږه ۵ چاودنې شوي.
تېره اوونۍ په کابل کې څلور او په بلخ کې یوه چاودنه وشوه.