ایکنانیوز راپور ورکوي،پنځه کلن قاري علی نجفي د کرج اوسیدونکی دی او هغه پخپل ځاي جومات کې له څلور کلنۍد قرآن تلاؤت پیل کړی او د عبدالباسط او مصطفی اسماعیل په سټایل سره تلاؤت کوي.
علی نجفي د خداي بخښلي عبدالباسط په لباس اچولو سره په محفل پروګرام کې حاضر شو او له هر یوه کوربه سره له لیرې ستړی مه شې وکړ.دغه ماشوم قاري ی په ماشومانه او په زړه پورې آواز سره د عبدالباسط په سټایل سره تلاؤتونه وکړل او په هغه ځاي کې موجود ټول خلک ئې خوشال کړل او ټولو هغه په ولولې او ستایلو ونازوه.
ایکنا نیوز ددغه په زړه پورې تلاؤت ویډیو ئي کلیپونه ستاسو خدمت ته وړاندې کوي او البته باید داهم ووایو چې یوه کوربه رضوان درویش علی نجفي ته یو برقي ګاډی هم ډالۍ کړ او هغه ئې ډير خوشاله کړ.