IQNA

معظم رهبر: د حق په لار کښې ثابت قدمي د هېواد او دنيا د اصلاح سبب کيږي

0:32 - October 20, 2019
د خبر لمبر: 3482454
نړیواله ډله: د شهيدانو د سيد او سالار حضرت امام حسين (ع) د شهادت د څلوېښتۍ په موقع د امام خميني (رح) نومې امامبارګاه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په موجودګۍ کښې له ټول ايران څخه د محصيلينو د وپلاو او ويرجنو محصيلينو کوربا وه چې د کربلای معلی له زائرينو سره په يو غږ يې د لبيک يا حسين (ع) نعرې ووهلې.
د ایکنا راپور له مخې، د پښتو راډیو تهران ویبپانې نه په نقل، حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي په دغو مراسمو کښې په يوه لنډه وېنا کښې د ځوانانو له مينې، خلوص او ولولې نه د ډکو ماتمي مراسمو د جوړولو په مننې سره هغوي ته په خطاب کښې وفرمايل: ستاسو قدرمنو خلوص او نورانيت زيات ارزښتناک نعمت دے او زۀ بنده تل له خداے پاکه دا دعا غواړم چې مونږ او تاسو تل په صراط مستقيم ثابت قدمه ولري، ځکه چې که تاسو د حق په دې لاره کښې ثابت قدمه اوسئ نو هېواد او دنيا به اصلاح شي او بشريت به ترې ګټه پورته کړي.په دغو مراسمو کښې همدارنګ ديني عالم حجت الاسلام سعدي په خپله وېنا کښې د ايران د ملت د مقاومت موضوع له حسيني (ع) مقاومته اخېستل شوې وبلله او زياته يې کړه، د سلطې او استکبار ډله غواړي چې  د خپلو ګڼ شمېر تبليغاتي ټريبيونونو په ذريعې سره  حق او باطل سره ادل بدل کړي خوڅنګه چې حضرت امام زين العابدين (ع) او حضرت بي بي زينب (س) په کوفه او شام کښې په خپلو بېدارونکو وېناو سره اموي حکومت رسوا کړ، نن هم پکار دي د حق ډلو ټريبيونونه د اسلام او انقلاب خبره په قوت سره بيان کړي او د سلطې د نظام القاء ګانې په ډاګه کړي.
د مراسمو په آخر کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په امامت کښې د ماسپښين او مازيګر نمونه ادا کړې شول.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i85341
captcha