IQNA

دکانفرنس میلمنو د امام خمینی رح درنښت وکړ

12:15 - November 14, 2019
د خبر لمبر: 3482499
د اسلامی وحدت په درې دیرشم (۳۳) نړیوال کانفرنس کښې ګډون کونکو بهرنیو او ایرانیو شخصیتونو بیګا د ایران داسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه په سپیڅلی حرم کښې شتون سره دهغه حضرت درنښت وکړ .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامی وحدت درې دیرشم (۳۳) نړیوال کانفرنس به نن سهار وختی د اسلامی نړۍ د څه دپاسه درې سوه پنځوسو (۳۵۰) متفکرانو په ګډون سره د الاقصی جومات په دفاع کښې د امت د وحدت په موضوع سره په تهران کښې کار پیل کړی او تر راتلونکی شنبې ورځې پورې به دوام ولری .
د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی به په تهران کښې د مشرانو د غونډې په تالار یا هال کښې د اسلامی وحدت د درې دیرشم(۳۳) کانفرنس د پرانیستلو د مراسمو اصلی ویناوال وی .
د ایران د اسلامی انقلاب له ستر لارښود سره په کانفرنس کښې د ګډون کونکو شخصیتونو کتنه ، د کابو شلو (۲۰) تخصصی غونډو او کمیسیونو ترسره کیدل ، د ځینو شخصیتونو درنښت ، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې د جشن ترسره کول او د هنری اثارو مخه کتنه د اسلامی وحدت د درې دیرشم (۳۳) نړیوال کانفرنس په پروګرامونو کښې شامل دی
https://parstoday.com/ps
captcha