حضرت بي بي فاطمه زهرا (س) له هجرته اته کاله مخکې د جمادي الثاني يا څلورمې خور د مياشتې په شلمه نېټه دنيا ته تشريف راوړۀ.
دغه قدرمنه مېرمن له ماشومتوبه د وحي په کور کښې او د خپل پلار او د اسلام د قدرمن پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په لارښونو سره د کمال، علم او فضيلت لوړ مقام ته ورسېده.
مونږ د دغې نېکمرغې ورځې په رارسېدو د نړۍ ټولو مسلمانانو او ازادي غوښتونکو او پتياليو انسانانو ته د زړۀ له کومې مبارکي وايوو.