IQNA

د روهینګیاپه باب د سوچي کړچار له میانمار سره د نړیوالو ملګرتیاوې کمزوری کړي دي

21:40 - July 14, 2021
د خبر لمبر: 3484429
تهران(ایکنا) -د کینیډا د سایمن فریزرونکوور پوهنتون یو نامتو استاد رابرټ انډرسن په دې اند دی ، چې له نورو ټولنو زیات، له کودتا وروسته مسلمانان تاوان موندونکي دي . په تیره بیا دا چې د فرورۍ له کودتا وروسته د مدني نافرمانۍ غورځنګ سره یو ځای شول او د سوچي او دهغه د ګوند این ایل ډي څخه ئې لازیات ملاتړ وکړ .

د کینیډا د ونکوور پوهنتون  یو استاد او دبرما یا میانمار د چارو یوه کارپيژاندډاکټر ونکوور په یولړ څرګندونو کې وئیلی دي ،دمیانمارد روهینګیائي مسلمانانو دموضوع په باب ددغه هیواد  له قدرته د لیرې کړائ شوي مشرې سوچي کړچار پر ټولو ثابته کړې ده چې  مسلمانان باید  له هغې زیاتې تمې ونه لری. د ۲۰۱۹کال په دسمبر کې په هیګ نړیوالې محکمې کې  دهغې مبهم او د وه ګوڼی دریځ ، له هغې او د هغې له حکومت سره د  ملګرتیا لباره د نړیوالو ګروهنې کمزوري کړي دي .  

 ایکنا خبري آژانس راپور راکړ ، په میانمار کې دتیر کال له انتخاباتو  د پارلیمان په ضد ددغه هیواد پوځیانو په کودتا او د آنګ سان سوچي په نیول کیدا پسې  ، یو ځل   دغه هیواد ته دنړیوالو پام ورواښت  او  ددې ترڅنګ په میانمار  کې د بشري حقوقو دخلاف ورزۍ اود روهینګیائي مسلمان لږکي د وضعيّت  د موضوع  په باب  له دغه هیواد سره اړونده خبرونه د رسندویو په سر کې ورغلي دي . سره له دې چې د میانمار پوځي حکومت  له کودتا وروسته پر انټرنیټ او ارتباطي برخو باندې محدودیّتونه ولګول خو هماغه رازددغه هیواد څخه خپره شوي خبرونه  دمیانمار په مختفو سیمو ې: د تاؤتریخوالو د دوام راپور ورکوي

 

د کینیډا د سایمن فریزرونکوور پوهنتون یو نامتو استاد  او  د میانمار  د چارو   کارپوه  رابرټ انډرسن   د میانمار پر مسلمانانو ددغه هیواد دپوځي کودتا  د اغیزو په باب  له ایکنا خبری آژانس سره یوه مرکه کړې  چې ځیني برخې ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .

له ډاکټر رابرټ انډرسن  څخه دمونږ  خبریال پوښتنه وکړه ، د میانمار له کودتا وروسته او آن سان سوچي دحکومت په نسکوریدا پسې  ځيني په دې اند دي چې  دوروستیو بدلونونو په دلیل ،  ددغه هیواد  عمومی وضعیّت  په لاترینګلتیا دی ، نو دغه بدلونونه تاسو څرنګه ارزوئ ؟

ډاکټر رابرټ انډرسن په ځواب کې ووئيل ، دعامو خلکو ،کارګرانو او دمتوسطې پرګنې  وضعیّت  په چورلټ ډول بحراني شوي دي  میاشتې میاشتې کیږي ،  چې بانکونه بند دي ، روغتونونه او ښونځي  چټي دي  او کارکسب  د بانکي خدماتو او د  انټرنیټ د بندیدا په دلیل  تاواني شوي دي .

درستې صوبائي او ښآریزې  حکومتي کمیټې ړنګې شوي دي ، ددوي بودجې غوڅې شوي دي ، تر میاشتو میاشتو پورې پوهنتونونه بند شوي دي  او  په اجبار سره ئې کارونه پیل کړي دي . هغه څه چې  هماغه اندازه منفي دي ،دا چې  خلک نور په رسمي راپورونو  باؤ رن ه لري  او له ۲۰۱۰کاله دمخکې  د کلونو په شان  بیا په بدبینۍ سره په روانو  چارو ته ګوري .

 د کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس په ضد د واکسینشن  پروګرام خراب شوی او  ځنډیدل شوی دی  او واټونه  د پولیسو د چلندونو په دلیل ناکراره شوي دي . په میانمار واکمن نوي رژيم د واکسینشن لپاره نوي حکومونه صادر کړي دي ، اوس حتی  د حکومت دپراخو څارنو په دلیل  دارتباط لپاره له موبایل ټیلیفونونو استفاده هم خطرناکه شوې ده . 

ایکنا خبری آژانس  بیا له ډاکټر انډرسن څخه پوښتنه وکړه ،ځيني په دې اند دي ، چې له مسلمانانو سره د میرمن سوچي  او د هغې ګوندي  این ایل ډي حکومت    چلند  او له  هغوي نه ملاتړ ، د نړیوالو  په تیره بیا داسلامی هیوادونو له خوا دمرستو خنډ شوی ، تاسو له دغه نظر سره څومره  موافق یاست ؟

ډاکټر رابرټ انډرسن  ددې پوښتنې پّه  خواب کې ووئيل ، میرمن سوچي او دهغه ګوند این ایل ډي  په تیرو لسو کلونو کې  او بیا له کورني زنداني کیدا  وروسته  او  دسیاست ډګر ته په ستنیدا پسې ، یو شمیر مهم مسلمان متحدان درلودل ، مثلا  له ۲۰۰۱کال څخه تر ۲۰۱۱کال پورې . البته  دهغې  لازیاتې آرامښت بخښونکی  ویناؤ اړتیا درلوده  چې  د مسلمانانو په ضد د ځاي  فرصت غواړو ( چې دوه افراطي بودائی راهبان پکې شامل وو ،ّ احساساتو ته پام وکړي .

کله چې دحکومت د ځينو برخو کنټرول (له پوځي برخو پرته ) میرمن سوچي ته ورسیدل، نو  دبنګله دیش له پولې سره نزدې  د روهینګیا په مسلمانانو باندې  له ۲۰۱۷کاله رانیولې د ۲۰۱۹ کال پورې په مودې کې  په صوبائي  حملو کې  ئې ډیر کمزوری غبرګون وښود او همداراز  له روهینګیائي  لږکي سره  دپوځي د اقداماتو په دلیل  ورباندې سختې نیوکې وشوې ، چې موقعیّت ئې ډير کمزوری شو .

د کینیډا د سایمن فریزرونکوور پوهنتون دغه  نامتو استاد   همداراز د هغه عکس په باب چې دمیانمار د پوځي کودتا په وخت کې نړیوال شوی ، هم یو لړ توضیحات ورکړل .

 یاده دې وي ، د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې په میانمار کې یوه کاتولیک راهبه ،  د دغه هیواد پولیسو ته  التماس  کوي ، چې   له هغه روغتونو سره نزدې چې دی پکې  د پرستارې په توګه کار کوي ،اعتراض کونکي ځوانان دې نه وهي ټکوي او وربانډې ظلمونه مه کوي .

 

.

3981116

captcha