ایکنا خبری آژانس راپور ورکړی ،د امریکا ستر نظریه وړاندې کونکي سر آلفرډ چستر د مسو د تجارت له لارې د ډيرو زیاتو شتمیو د ترلاسه کولو په سبب د مسو په سلطان مشهور شوی دی . هغه لویدیځي آسیا ته ډير زیات سفرونه کړي دي او د اسلامی هنري آثارو له غونډولو سره ئې ډيره دلچسپي درلوده .
دآیر لینډ جمهوریت په پلازمینې ډوبلین ښار کې د اروپا یو مطرح شوی میوزیم دی چې دغه میوزیم چې د چستر بیتي په کتابتون کې واقع دی ، ددغه هیواد یوتر ټولو ستر میویزم دی . دغه کتابتون چې مخکې د چسټر بیتي نومې کتابتون باندې مشهور شوی ، په ۱۹۵۰کال کې تاسیس شوی دی . ددغه میوزیم دتاسیس علت دا ؤ چې د سر آلفرډ چسټربیتي په وسیله دغونډ شوو آثارو ټولګې ته ځاي ورکړي .