ایکنا خبری آژانس الجزیره ټيلیویژني چینل له قوله راپور راکړ ، د قرآن کریم یو شمیر نفسیې پاڼې چې په سرو زرو سره لیکل شوي دي ،او نهمې میلادي پيړۍ یا هماغه دریمې قمري پيړۍ ته ورګرځي ، د جرمني د بایرن ایالت په مرکز مونیخ کتابتون کې ساتل کیږي .
دجرمني په برلین ایالت کې دمونیخ حکومتي کتابتون ، اوسمهال هم د قرآن کریم د څو نفیسو پاڼو پشمول د اسلامی او ختیځي خطي نسخو یوه کم لیدونکي اونفسیه ټولګه ساتي .
د بایرن حکومتي کتابتون په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ،دقرآن کریم دغه پاڼې ئې په یو پنځوس زره یورو سره اخستي دي ، د قرآن کریم د سپارو او مصحفو او کمیابو اسلامی خطي نسخو هغې نفیسې ټولګې ته چې ددیارسمې میلادي پیړۍ له نیمائۍ غونډې شوي دي، ورزیاتې شوي دي . په تیرو وروستیو پنځوسو کلونو کې د بایرن کتابتون خپله خزانه ، د تاریخ له پخوانیو پړاؤنو سره د اړونده قرآني پاڼو نفیسې یوشمیر مصحفې په اخستو سره پراخه کړې ده چې په دغو مصحفو کې هغه قرآنی نسخه چې په سرو زرو سره لیکل شوې او له یوسمې میلادي پیړۍ ته ګرځي ، او همداراز د نهمې او نولسمې میلادي پیړۍ تر مینځ له کلونو سره اړوندیږي ، نندارې ته وړاندې کوي .
3983747