د ذی الحجې اتلسمه نیټه د غدیر دنیکمرغه اختر چې د مسلمانانو یو لوي اختر دی ،د درست اسلامی امت لپاره د اسلام ګران پيغمبر پخپل ژوند کې خپل جانشین ټاکلی او درستې نړۍ ته ئې ښودلې چې اسلام کوم بې سرپرسته دین نه دی او تر قیامته به خپل سرپرست ولري .
داسلام ګران پيغمبر له خپل وروستي حجه د ستنیدا په مهال په غدیر خم درې کې درست هغه مسلمانان چې د حج په پرتمینو دستورو کې ئې ګډون کړی ؤ غونډ کړل او دخداوندمتعال له خوا ئې حضرت امام علی علیه السلام ئې دخپل وصي ،ورور او جانشین په توګه معرفي کړ او وې فرمائيل ، زه دهرچا مولا وم ، له ما وروسته دا علی د هغه مولا دی .
د غدیر نیکمرغه اختر چې د اسلامی روایتونو په اساس ، یو عبدالاکبر یعني یو ستر اختر بلل شوی ، ددرستو الهي دینونو یو تر ټولو ستر عید تعبیریدلی شی ،ځکه چې د درستو الهي پیغمبرانو د زحمتونو هلې ځلې ، په دغه ورځ نتیجې ته رسیدلی دي
دغه نیممرغه ورځ په درستې نړۍ کې په ډير پرتم سره لمانځل کیږي ،راپورونه ښئ چې دپاکستان په مختلفو ښارونو او جوماتونو کې هم د دغه هیواد مسلمانانو په دې مناسبت بیګا سترې دستورې جوړې کړي او جشنونه ئې لمانځلي دي .