IQNA

امارات په حلال ټوریزم کې دمخکښ کیدا لپاره پښې لاسونه خوځوي

21:23 - July 31, 2021
د خبر لمبر: 3484478
تهران(ایکنا) -اسلامی هیوادونو اوحتی غیر اسلامی هیوادونو د هغو مسلمانو ټوریسټو یا سیلانیانو دجذبولو لپاره چې د شریعت قوانینو ته پابنده دي ، پراخې پانګونې کړي دي .

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ،  په تیرې یوې لسیزې کې  د ټوریزم له صنعت سره دیوې اړونده حوزې په توګه  حلال یا اسلامی ټوریزم، سوکه سوکه  دخپل ځاي په پراخولو  دی . د ټوریزم د صنعتګرۍ ددغې برخې لوړ ظرفیّت ، د مسلمانانو پر آبادۍ تمرکز په دلیل  دی او داسې ښکاري  چې په راتلونکو کلونو کې لازیاته  وده تجروبه  کړي .

د دوبئ په شان په امیر میشته ښار کې هټلونه ، د نړیوالو سټنډرډونو په اساس په روتبو ویشل شوي دي ،خو په متحده عربی اماراتو کې ډیری مرکزونه او د هستوګنې ځایونه له  اسلامی شریعت سره د مناسبو امکاناتو لرونکي دي . د شرابو په پيرپلور  او مصرف کونې کې محدودیّتونه  او په میټرو کې د میرمنو د ډبو  مخصوص کول ،  هغه اقدامات دي چې  په متحده عربی اماراتو کې د حلال ټوریزم  دپراختیا لپاره ترسره شوي دي .

امارات په حلال ټوریزم  کې دمخکښ کیدا لپاره پښې لاسونه خوځوي

 ددغه لوړ پوټینشل په دلیل ، اسلامی هیوادونو  اوحتی غیر اسلامی هیوادونو  د  هغو مسلمانو ټوریسټو یا سیلانیانو دجذبولو لپاره  چې  د شریعت قوانینو ته پابنده دي ،  پراخې پانګونې کړي دي . په دغو  پانګونو کې  له پراخو فیزیکي بدلونونو رانیولې  په ټوریستي ځایونو کې تر قوانیو وضع کولو پورې برخې پکې شاملیږي .

 دنړۍ په دینونو کې   مسلمانان  دنفوسو تر ټولو چټکه وده لري . په دغې ودې سره له اسلامی اصولو په اساس  دخدماتو او محصولاتو لپاره غوښتنې هم زیاتیږي . له بل پلوه  د مسلمانانو دځوانونفوس او عایداتو زیاتیدا،  په مسلمانانو کې د مسافرت  او سیّل  لپاره  دغوښتنې دزیاتیدا په معنا ده .

 د سیل یا ټوریزم  په اړه بیلایبل هیوادونه په تیره  اسلامی هیوادونه هڅه کوي څو په دې اړ ه  د لازیاتو مسلمانو سیلانیانو غوښتنې پوره کړي .

په  اسلامی هیوادونو کې ملایشیا او انډونیشا هیوادونو هم هڅه کړې ده ،  چې ځان  په جنوب  ختیځې آسیا سیمې کې  لږ ترلږه  دحلال ټوریزم  داصلي مقصد پّ تعوګه  مطرح کړي ، پر دغو  دوو اسلامی هیوادونو سربیره  د برونائي ، ویتنام او تایلینډ په څير هیوادونو هم  د حلال ټوریزم  په حوزې کې  د  پانګونې او روزنې ته مخه کړې ده .، خو د  ټوریزم او حلال ټوریزم  په حوزې کې تر ټولو بریالی  سالامی هیواد په  ختیځې آسیا کې نه ،بلکې د فارس خلیج په څنډې کې متحده عربی اماراتو هیواد دی

3987013

captcha