ایکنا خبری آژانس د موازین نیوز له قوله راپور راکړی،الازهر اسلامی مرکز دعراق په شمال کې په صلاح الدین ولایت کې د حسینی ویرجنو په یوه پروګرام باندې د داعشي تکفیریانو د تیرې جمعې ماښام مهال ترهه ګره حمله په کلکه غندلې ده .
د الازهر اسلامی مرکز په دغې اعلامیې کې ټينګار کړی ، دغه پیښه چې دبې ګناه خلکو وینه پکې توي شوي ، یوه خاینانه ترهه ګره حمله وه چې د اسلامی او انسان دوستۍ له اصولو سره په تضاد کې ده او د ترهه ګرو او سرکشو ډلو پلیتي او ځيږوالی نندارې ته وړاندې کوي چې په دروغجنو او تور لګونکو ډنډورو سره ئې ځانونه په اسلام پورې تړلی دي .
په دغې اعلامیې کې همداراز په دوام کې له تورتمې ترهه ګرۍ سره په مقابلې کې د عراق له ملت ، رهبرانو او حکومت سره پر خپل بشپړ پیوستون ټينګار شوی دی .
همداراز په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، د مصر دالازهر مشر شیخ طیب احمد الطیب د قربانیانو له کورنیو سره د زړه له کومې په همدردۍ او تسلیّت وئیلو سره دخداوندمتعال په درګاه کې ددغې پیښې د قربانیانو لپاره د رحمت او مغفرت او دهغو د کورنیو لپاره د صبر اوآرامښت او د ټپیانو لپاره ئې عاجلې شفا دعا کړې ده .
داعشی تکفیری ترهه ګرو دجمعې په ماښام د عراق دصلاح الدین ولایت په جنوب کې د یثرب ښار په یوه کلي کې د حسینی ویرجنو د ساتونکو مامورانو په یوې ګزمې بانډې په حملې کې درې امنیتي ماموران شهیدان کړي دي .په دې پسې امنیتي ځواک پر داعشي تکفیریانو په موقعې ډزې کړي او داعشیانو هم پر ویرجنو خلکو ناتار او ړندې ډزې کړي چې په نتیجې کې ئې څلور نور عزادار هم شهیدان کړي دي .