د اسلام له ظهوره کابو دوه پيړۍ مخکې،په مکې کې د عربو قبیله ای سرداران د عربي میاشتو د نامو او منظمولو او یو شان کولو لپاره سره غونډه وکړه .د پیغمبر اکرم پنځم نیکۀ کلاب بن مرة په کور کې دغه غونډه جوړه شوه او عربانو په دغو شپو ورځو کې جنګ حرام بالۀ او له شخړو او ترینګلتیاؤ به ئې لاس اخست،نو ځکه له هماغه وخت راهسې دغه میاشته له نامې پرته پاتې شوه او د محرم لومړۍ ورځ دقمري کال لومړۍ ورځ شوه . د بعثت په دیارلسم کال کې له مکې مدینې ته د پيغمبر اکرم په هجرت سره چې په ربیع الاول میاشت کې واقع شو،دغه تاریخي پیښه او دغه میاشت د مسلمانانو د تاریخ پیل شو . پر دې ا ساس،د هجرت له هماغه لومړي کال څخه دا واقعه د مسلمانانو د کال هیندارې پیل وګرځيد. دایران او روم امپراطورۍ سیمو ته داسلام پراختیا او د سولې ،خراج ، جزئې ، او دځينو نورو تړونونو د ترسره کیدا دقیقې نیټې ته توجه وشو ه . دغه مسئلې د دوهم خلیفه دې ته اړ کړ،چې دقیقې او منظمې ته د رسمیّت د ورکولو لپاره یوه مشورتي غونډه کړي .مسلمانانو د دوهم خلیفه له وخت راهسې دحضرت علی علیه السلام د وړاندیز په اساس له مکې مدینې ته د رسول ا... بزرګوار هجرت ، د اسلامی کال هیندارې او دتاریخ پیل وګرځوۀ او محرم میاشت د خپل خاص خصوصیّت په اساس ، چې د حج دسفر او دستورو پاي ؤ او له بل پلوه تر ټولو وروستۍ حرامه میاشت شمیرل کیدله ، د قمري کال د لومړنۍ میاشت په توګه وټاکل شوه .
دوستانو هرځل چې دمحرم میاشت رارسیږي ، نو د حضرت امام حسین علیه السلام د پاڅون او د عاشورا دغورځنګ خاطره په ذهنونو کې ژوندۍ او لا ولولناک رول غوره کوي .د حضرت امام حسین علیه السلام پاکه وینه چې په ناحقه په یوشپيتم هجری قمري کال کې او په هغې میاشتې کې چې جنګ پکې حرام ؤ،په مځکه توي شوه ،تردې دمه د څوارلسو پیړیو په تیریدا سره هماغه شان ،تازه ، ګرمه او روانه ده او د میلیونونو عدالت غواړو او پتمنو انسانانو په رګونو کې جریان لری او امام حسین ابن علی (ع) دیوه صالح ، له ظلم سره د مبارزه کونکي انسان په توګه مبارزانو د حرکت په سر کې راځي ،او د دحضرت امام حسین او دهغه د وفادارو ملګرو د سرښیندنې یاد ،په زړونو کې لازیاته ولوله،پرتم ا و نه انکاریدونکي انګیزه راژوندۍ کوي .په کربلا کې د اسلام د ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص)د یوه پاک لمسي حضرت امام حسین علیه السلام دشهادت د شپو ورځو په رارسیدا سره ،د ایران او دډیرو اسلامی او غیر اسلامی هیوادونو فضا هم ناڅاپي بدلیږي او په درستو کلو ، ښارونو اوښارګیو کې هر چرته د محرم بوي احساسیږي .د ښارونو په دیوالونو او دروازو باندې لیکل شوي پوسټرې او لګیدل شوي رنګ په رنګ بیرغونه چې د پیغمبر اکرم د پاکو اهلبیّت علیهم السلام نامې پرې لیکل شوي وي له ورایه ښکاري ،خلک د غم او ویر د نښې په توګه تور رنګه قالي اغوندي او پر محرم میاشتې او د کربلا دپاڅون په حماسي میاشتې سلامونه وړاندې کوي .
یوه هغه حماسه چې د اسلام دګران پیغمبر یوه پاک لمسي حضرت امام حسین علیه السلام په یو شپیتم هجري قمري کال کې راوپنځوله ،د جغرافیا او تاریخ څخه ورآخوا یوه حماسه ده چې په ټولو کې د انساني حقیقت روح پوو کوي .د حضرت امام حسین ابن علی علیه السلام دشهادت شپې ورځې په کربلا ټاټوبي کې دتل پاتې پاڅون یادونه کوي .د هغه وخت له یوه ستمګر او نالایق حاکم یزید سره یو نابرابر جنګ، چې د حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه بزرګوار وفادارو ملګرو تل پاتې مقاومت دا،د درست تاریخ لپاره په یوه عبرت اخستونکي درس بدل کړ .امام بزرګوار کله دمسلمانانو دهغو شپو ورځو په تولنې کې ظلم ،بې عدالتي،فساد ولید،نو پرځان ئې لازمه وګڼله چې د مسلمانانو دچارو د اصلاح لپاره پاڅون وکړي . حضرت امام حسین علیه السلام په دغې لارې کې هیڅکله هم ریاکارو رودو ته مخه نه کړه او دحرکت له هماغه پیله ئې ووئیل چې د امر باالمعروف اونهی از منکر لپاره ئې پاڅون کړی دی،ځکه چې هغه بزرګوار لیدل چې د پیغمبر اکرم سنت د هیریدا په حال کې دی .ددې لپاره هغه بزرګوار د هر څه په سر کې په الهي دندې عمل کول راوستل او دا دغورځنګ په ټولو مرحلو کې د امام حسین علیه السلام منطق ؤ. په حقیقت کې د عاشورا غورځنګ یوه څو اړخیزه منظومه ده چې له هر پلوه ورته وګورې،نو پکې د امام حسین علیه السلام یوه ښکلی او په زړه پورې ځلا ترسترګو کیږي.یوه وجه ئې،د ظالمو واکوالانو څخه نه ویریدا او شجاعت دی . بله وجه ئې،سرښیندنه او له ځانه تیریدا په اوج کې ده . بل اړخ ئې،هغه سرلوړي او عزت دی چې امام بزرګوار د شهادت په وخت عزیز ؤ او بیا به هم لاعزیز او خوږ پاتې شي .ځکه چې حقیقي عزت له خداي او د هغه له رسول او مومنانو لرَه دی . بل اړخ ئې ،اصلاح غوښتنه ده . یعني امام حسین علیه السلام یو لوي اصلاح غواړی دی چې د خپل مقدس او پاک هدف په لاره کې د خپل ژوند تر قربانولو پورې ودرید. په دغه لوي خوځښت کې ، شهادت ، یعني د خداي په لاره کې وژل کیدل ا و مجاهدت او دوخت له طاغوت سره بې آمانه مبارزه کول،ډيره ځلا مومي .ددې لامهمه وجه چې پر نورو اړخونو لازیاتې اغیزې شیندي ،په خداي او د قیامت په ورځ ایمان دی، چې له امام حسین علیه السلام څخه ئې یو شجاع ،نه ستړیکیدونکی،عزیز، اصلاح غواړی او تل پاتې شهید انسان جوړ کړی دی .
دوستانو دکربلا په پاڅون کې حضرت امام حسین علیه السلام نړیوالو ته د عزت نفس او کرامت ارزښت یادوي . هغه بزرګوار د هّیهاتَ مِنّ الذِله، په شعار سره (یعني هیڅکله به د ذلت پيټی یو نه سم ) په شعار سره ، د سرزورو او ستمګرانو په وړاندې په نه تسلیمیدا سره ، وښودله چې د انسان کرامت او شخصیّت ، هیڅکله هم د معاملې او معاوضې وړ نه دی . یعني که درسته دنیا ئې هغه ته ورکولئ،او په مقابل کې ئې ورڅخه ایمان،عزت نفس او پتمني ترې غوښتلئ،نو امام حسین علی السلام به دغه شان معاملې ته نه تیارید. ځکه چې هغه بزرګوار درست انساني فضایل په ښه توګه پيژندل او پخپله ئې یوه ارزښتمنه او روښانه بیلګه وه . په همدې دلیل ده چې د حضرت امام حسین علیه السلام په پاڅون کې تر ټولو ښکلي او غوره اخلاقي چلندونه لیدل کیږي .. په تاریخ کې راغلی دي ، امام بزرګوار او دهغه وفادار ملګري د لارې په مینځ کې د حربن یزیّد ریّاحي په مشرۍ د سوارو زر کسیز لښکر سره مخامخ شول . حُر دامام بزرګوار لاره بنده کړه ، دوي دامام حسین علیه السلام دکاروان دکلابند کولو اراده درلوده ، خو په هغې سوځونکي دښتې کې چې دتندې اور ، د حر لښکریان بې تابه کړي وو ،امام حسین علیه السلام په یوې بې مخینې اقدام کې خپلو ملګرو ته وفرمائيل ؛ دغه خلکو ته اوبه ورکړئ ، دامام حسین وفادارو ملګرو حتی د حُر دلښکر آسونو ته هم اوبه ورکړې . امام بزرګوار توانید، د دښمن لښکر ته له اوبو ورکولو ډډه وکړي ، خو دهغه بزرګوار مهرباني او عظمت چې دهغه بزرګوار له اخلاقو او سیرته ئې سرچینه اخسته، اجازت نه ورکاوۀ چې حتی له دښمن سره هم دغه شان چلند وکړي . د زمانې دخلکو عادت دغه شان دی چې کله پر دښمن یو ډول کامیابه کیږي ، او یا ورسره مخامخیږي ، نو د دوي په زړونو کې د کینې د اور لمبې زیاتیږي او اخلاقي ژمنتیاوې تر پښو لاندې کوي ،خو امام حسین علیه السلام او دهغه بزرګوار وفادارو ملګرو ، داسلام د مکتب له پاکو تعلیماتو څخه په برخمنیدا سره داسې ونه کړل .
دتاریخ تل پاتې تجروبې ددې ښودنه کوي،چې یو شمیر انسانان،له ګټه او قدرت غواړو څخه په پیروۍ سره د باطل ملاتړ کوي او یو شمیر نور کسان چې له معرفت او پوهیدا برخمن وي ،له حقیقت او حق څخه پيروي کوي .دا دواړه ډلې تل د تاریخ په اوږدو کې او په درستو وختونو او ځایونو کې له یوه بل سره په ښکاره اویا په پټه په مبارزې بوخت وي . البته باطل قدرتونه په استبداد او سرزروۍ سره توانیدلي دي، په مختلفو رودو سره خپلې سلطه غواړي خوي او بدماشۍ ته دوام ورکړي ، خو هیڅکله هم بریالی شوي نه دي ، حق له مینځه یوسي ، ځکه په پنځونکي نظام کې حق خوندي پاتیکیږي .د حق او باطل په شان،د رڼا او سیوري په شان دی ، نور اصیل او تل پاتې دی ، حتی هغه مهال چې سیوری موجودوي،نو نور یا رڼا له مینځه نه ځي ، که څه هم تر یوه وخته نه لیدل کیږي . د امام حسین علیه السلام له ډيرو لږو وفادارو ملګرو سره د یزید ددیرش زره کسیز لښکر نابرابر جنګ دحق او باطل ترمینځ د جنګ یو څرګند مثال دی چې د تاریخ په اوږدو کې په مختلفو بڼو اوډولونو سره ئې دوام درلودلی دی . هرکال دمحرم د سپيڅلي میاشتې په رارسیدو سره دغه نابرابر جنګ یادیږي څو دحق غواړو لپاره یو مشال او لارښونکي ډیوه شي .
****************************
سلام وي پر حسین او دهغه بزرګوار پر وفادارو ملګرو ، سلام وي پر محرم ، چې درست نړیوال په هرې زمانې کې د حقیقت وآخوا ته بولي .
ژباړن؛ (سیماب)