ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ،دپه مګلروملتو کې د چین استازي چن شو»بیګا په یولړ څرګندونو کې دې ته په اشارې سره چې چین نیت لري د مرستو یوه جوپه چې خوراکي شیان ، د ژمې د تیرولو لپاره ضروري تجهیزات ، د دوه سوه (۲۰۰) میلیونه یوانو په ارزښت درمل او واکسینونه پکښې شامل دي، افغانستان ته واستوي زیاته کړه، ټاکل شوي ده چې چین په لومړۍ مرحلې کښې د افغانستان خلکو ته د کورونا درې میلیونه واکسن واستوي .
د چین دغه ډيپلوماټ وویل پیکینګ دغه راز د افغانستان ضرورتونو او غوښتنو ته د احترام پراساس تر زیاته حده د دغه هیواد اقتصادي پراختیا او سوله ییزې بیا رغونې ته دوام ورکوي او نړیواله ټولنه هم باید له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي او په دې کښې امریکا او د هغې متحدان په دې هکله زیات مسولیت پرغاړه لري .