ایکناخبری آژانس راپور راکړ ، په داسې حال کې چې دحسیني اربعین یا څلويښتۍ ته دیارلس ورځې پاتې دي ، دعراق ولس د صفرې دمیاشتې له هماغه لومړۍ ورځې دکربلا معلی او د حضرت امام حسین علیه السلام د مقدس حرم په لور پياده روي پيل کړې ، او د مظلوم امام د سپيڅلي حرم له زیارت وروسته به بیرته خپلو کورونو ته ګرځي . په دغو لارو کې د زیارتوالو د میلمه پالنې لپاره په هرو څو میټرو کې موکبونه جوړشوي او خلک په ورین تندي او په خوشالۍ سره د زیارتوالو خدمت ته حاضر دي او د امام حسین د سپيڅلي حرم پیاده روي کونکو خدمت د ځان لپاره ستر ویاړ ګڼي . په دې اړه ستاسو درانه حضور ته یو تصویري راپور هم وړاندې کوو .
3997401