ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د عدلیې وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عدلیې سرپرست وزیر دا څرګندونې د چین له سفیر *وانګ یو »سره لیدنه کې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې عبد الحکیم شرعي د چین سفیر ته وویل چې د پخواني پاچا د دورې اساسي قانون به له هغو موادو پرته چې "د اسلامي شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې وي د موقتې دورې لپاره" نافذ کړي.
د عدلیې سرپرست وزیر ویلي اوسنی نظام د هغو نړیوالو قوانینو او سندونو درناوی هم کوي چې د ده په وینا " د اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې نه وي".
شپږ اوونۍ وړاندې پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته دا لومړی ځل دی چې د طالبانو لوړ پوړی چارواکی د اساسي قانون په اړه څرګندونې کوي. وړاندې طالبانو ویلي وو چې غواړي افغانستان کې اسلامي شریعت نافذ کړي.
په ورته مهال د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي ویلي چې د اساسي قانون د جوړولو لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې ده، خو د ده په وینا د نوي اساسي قانون پر اډانې لا کومه پرېکړه نه ده شوې.
ښاغلي کریمي زیاته کړې داسې یو " اساسي قانون به نافذ کیږي چې علماء یې تایید کړي