ایکنا خبری آژانس د بهرنیو اړیکو دسټراټژيکې شورا له قوله راپور راکړد ایران سید کمال خرازي پخپلویولړ څرګندونو کې زیاته کړ ې، له ترهګرۍ سره مقابله او د داعش ترهګرې ډلې لخوا د شیعه مسلمانانو په جوماتونو او ښوونځيو کښې د بې ګناه انسانانو د وژلې په شان د جنایتونو مخه نیول په لومړۍ درجې کښې د د افغانستان د اوسني حکومت دنده ده چې ترهګر د افغانستان له صحنې حذف کړي .
کمال خرازي وویل د طالبانو ګټې او د دغه ډلې د اصلي ملاتړي په توګه د پاکستان ګټې دا ایجابوي چې په واکمنۍ کښې د طالبانو کړچار بدل شي چې د افغانستان دننه سوله او له ګاونډیانو سره د هغه د ښه ګاونډیتوب نیت تحقق ومومي،او په دغه هیواد کې یو ټولشموله حکومت رامینځةشي .
د ایران د خارجي اړیکو د سټراتيژیکې شورا مشر کمال خرازي وویل په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت جایزې ګټې د دواړو هیوادونو د سرحدونو د امنیت تامینول ، د ایران د اسلامي جمهوریت خاورې ته د ترهګرو د نفوذ او د ټروریسټي ډلو د فعالیت مخه نیول ، ایران ته د نشه ییزو موادو د انتقال مخه نیول په افغانستان کښې د شیعه مسلمانانو او د نورو افغان قومونو د حقوقو رعایتول ، د افغانستان د خلکو د میراث د یوې برخې په توګه د فارسۍ ژبې پراخول ، په ایران کښې د هستوګنه افغان کډوالو د بیرته د ستنیدا د زمینې برابرول ، د ایران د اوبو د حق تامینول ، د افغانستان او د ایران ترمینځ د تجارت او د سوداګرۍ پراخول او د افغانستان په بیارغونه او پراختیا کښې ګډون کول دي .
کمال خرازي وویل د افغانستان په خاوره کښې د ناټو او د امریکا د ځواکونو په شمول د خارجي عسکرو څو لسیزې شتون او هغه غمیزې چې دوې رامینځته کړې باید د افغانستان د مظلومو خلکو او د واکمنانو لپاره د عبرت درس ووسي چې دغه هیواد یوځل بیا د نړیوالو او د سیمې د قدرتونو ځاله جوړه نشي .
د ایران د خارجي اړیکو د سټراټيژیکې شورا مشر کمال خرازي ټینګار وکړ په افغانستان کښې د ایران سیاست د طالبانو په کړچار پورې اړونده دی او که چیرې په افغانستان کې د حرکت لاره د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا ، د ټولو د قومونو د امنیت او د حقوقو د تامینیدا ، له ترهګرۍ سره د مقابلې او د ښه ګاونډیتوب د سیاست د غوره کولو په لاره کښې وي د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان له حکومت او ملت سره هر ډول ملګرتیا کولو ته تیار دی .