ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د طالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد نن سهار په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، په افغانستان کې د داعش غړي ټول افغانان دي .
هغه په عین حال کې ووئیل ، داعش په افغانستان کې څه خاص شتون نه لري او په دغه هیواد کې کوم ستر مشکل نه حسابیږي .
ذبیح الله مجاهد روښانه کړې ده ، مونږ د داعش په ريښو پسې یوو او د افغانستان اقتصادي حالات هم عادي حالت ته د بیرته ګرځیدا په حال کې دي .
داپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان په لور د داعش په څير د ترهه ګرو ډلو دوګړو د منتقلیدا باندې اندیښنه څرګنده کړې ده .
دطالبانو ویندوي همداراز د بهرنیو شتمنیو او کارکونکو د امنیت له تضمینولو سره په یووخت ، د افغانستان د مسو د کانونو په پروژې کې د څو میلیارډډالري پانګونې لپاره د چیني شرکتونو شتون ، په افغانستان کې د طالبانو قدرت ته له رسیدا وروسته د پام وړ موضوع بللې ده .
د ذبیح ا...مجاهد په وینا د طالبانومسئولان په افغانستان کې د معدني موادو د کشفونې دتړونونو د لاسلیک کولولپاره له ځينوهیوادونو سره په سلامشورو بوخت دي .هغه په عین حال کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو په باب هم ووئیل،له هر یوه قومیّته باید درست افغانان په حکومت کې مشارکت ولري او دغه درستې مسئلې به حل شي .