ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان په کندهار کې د فاطمیه جومات غمیزه په سخته محکومه کړې او وئیلي ئې دي ، د اسلام او مسلمانانو دښمنانو لاسونه یو ځل بیا د تکفیری جنایتکارو ترهه ګرو له لستوڼي راوتلی او د افغانستان یوشمیر مظلو خلک ئې چې د خداي په کور کې د پرودرګار په درګان کې سربسجود ؤؤ په جومات کې په وینو ککړ کړل .
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، د ایران اسلامی جمهوریت د جمعې په لمانځه کې د ګډون کونکو مسلمانانو په خلاف د تور زړو تکفیری ترهه ګرو حمله په کلکه غندي او د شهیدانو کورنیو او د افغانستان ملت ته دزړه له کومې تسلیّت وائي او له خداي تعالی د ټپیانو د زر ښه کیدا او دزغم دعا کوي . په دغې اعلامی کې دغه راز راغلي دي ، داسلامي امت درز رامینځةکونکو دسیسه ګرو دفتونو په نسبت یو ځل بیا خبرداری ورکوو او دشیعه او سني وروڼو د وحدت او یوزړتوب پر ضرورت او داسلام په نامې سره د افراط پالنې او تاؤتریخوالي نفي باندې ټینګار کوو . ان شا ا... اسلامی ایران ډاډمن دی چې په افغانستان کې به درست مسلمان خویندې وروڼه په یوزړتوب او همفکرۍ او پیوستون سره دخپلو دښمنانو درز رامینځةکونکي دسیسې ناکامې کړي .