ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ی ، د طالبانو يوه لوړ پوړي غړي د نوم نه خپريدو په شرط نيوز ۱۸ ټلویزیون ته د طالبانو د امیر ملا هیبت ا... د وژلو خبر ورکړی.
سرچينې ويلي، نوموړی تېرکال په یوه برید کې وژل شوی دی، البته د برید د وخت، ځای او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.
ملا هیبت ا...اخند زاده په ۲۰۱۶ کې د طالبانو د یوه بل امیر ملا اختر محمد منصور له وژل کيدو وروسته د دوی امير ټاکل شوی و.
د هغه د وژل کيدو/ مړينې ادعاوې مخکې هم شوي، خو طالبانو رد کړې دي .ملا هيبت الله له ډېرې مودې راهيسې لږ تر لږه د يوۀ غږیږ پيغام تر حده هم رسنیز شوی نه دی.
د طالبانو وياند ذبيح ا...مجاهد د هغه د نه څرګنديدو دلیل امنيتي ګواښونه ګڼلي او ويلي، چې په مناسب فرصت کې به څرګند شي.
د مجاهد په وينا، ملا هیبت ا... د طالبانو له واکمنیدو وروسته کندهار ولايت ته ورغلی دی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ملا عبدالباقي حقاني څه موده مخکې په يوه مرکه کې وويل، چې تر اوسه يې هيبت ا... له نږدې نه دی لیدلی.
د هيبت ا...د وژل کيدو خبرونه ځينې شنونکي په دې هم تاييدوي، چې د طالبانو د خپل منځیو اختلافونو د حل لپاره يې کوم رول نه ويني.