د ایټمي انرژۍد نړیوال آژانس مشررافائیل ګروسي چې نن سهار یې له« اسټیمسون »مرکز سره مرکه کوله، له ایران سره خبرې ډیرې چیلنج رامینځته کونکي وبللې او ټینګار یې وکړ دغه خبرې د اختلافاتو د ختمولو لپاره یوازنۍ لاره ده .
رافائیل ګروسي پرون له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره هم په مرکه کښې په دې خبرې سره چې زر به د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د کتنې لپاره تهران ته لاړ شم وویل راتلونکي څو اونۍ د دغه خبرې په ټاکلو کښې چې ایا د ویانا خبرې اترې د اټومي تړون د احیا لپاره له سره پیلیږي برخلیک ټاکونکي دي .