IQNA

د پاکستان په لاهور کې د وحدت د اونۍ په مناسبت د رحمةاللعالمین نړیوال کنفرانس عکسونه

تهران (ایکنا) – د پاکستان په لاهور کې د اسلام د ګران پیغمبر د نیکمرغه زوکړې او د وحدت اونۍ په مناسبت  درحمةاللعالمین  نړیوال کنفرانس ترسره شو.

ایکناخبری اژانس له لاهوره راپور راکړ ، دغه نړیوال کنفرانس  د پاکستان دحکومتي چارواکو ،د مذهبی ،دینی لږکیو، مسیحیانو ، سیکانو  او هندوانو د شخصیتونو او د  ایران ، یمن ،مصر ، افغانستان، تیونس  او ځینو لویدیځي هیوادونو پشمول د مختلفو هیوادونو استازو په شتون  سره په لاهور کې ترسره شو  او  په دغه کنفرانس کې د ایران نماینده  په لاهور کې د ایران د کلتوري خونې  یو مسئول مقام  جعفر روناس ؤ .

ددغه نړیوال سیمنار  په اړه  د عکسونو یو راپور ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

 

 

 

 

 

 

 

د وحدت اونۍ- لاهور - پاکستان - رسول اکرم - میلاد- رحمت اللعالمین 

https://iqna.ir/fa/news/4007314