IQNA

په بنګله دیش کې د اسلامی انقلاب دلارښود په روایت دنبوي سیرت کتاب وویشل شو

16:44 - October 25, 2021
د خبر لمبر: 3484849
تهران (ایکنا) – د اسلام د ګران پیغمبر (ص) په باب د اسلامی انقلاب د معظم لارښود او د  مسلمانانو ولی امر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  په بیاناتو مشتمل د رحمت پیغمبر نومې کتاب  چې په بنګالۍ ژبې ترجمه شوی ، په بنګله دیش کې وویشل شو .

. ایکنا خبری آژانس راپور ورک،  دغه کتاب د  اسلام د ګران پیغمبر(ص) د نیکمرغه زوکړې او د وحدت اونۍ په منانسبت په بنګله دیش کې د ایران دکلتوري خونې په همت سره  په بنګله دیشي ژبې خپور  او وویشل شو، په دغه کتاب کې له زوکړې تر بعثت پورې او په مکې او مدینې کې  دژوند  د پړاؤ  او د اسلامی تمدن د بنسټ دکیښودو پورې د  اسلام دګران پیسغمبر د سیرت او ځانګړنو په باب د اسلامی انقلاب د ویناؤ او بیاناتو ټولګه شامله ده .

 د اسلامي انقلاب د څيړنیزې کلتوري موسیسې   نړیوالې مرستیالۍ د محمد حسن مقیسه په  څارنې  او باز بینۍ سره  دغه کتاب د لومړي ځل لپاره په ۱۴۰۰لمریز کال کې چاپ شو .  

د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې داعلان په اساس ، په بنګله دیش کې دغه کتاب انساني علومو او اسلامی معارفو د نشرونې او ترجمې   د برابرونکي مرکز ټاپ د پلان  په چوکاټ کې  او په بنګله دیش کې د ایران د کلتوري خونې په سپارښتنې او څارنې سره د عیسی شاهدي  له خوا په ترجمه کونې او د عبدالقدوس بادشا په بازبینۍ سره  خپور شوی دی .   

په بنګه دیش کې  ؛شوچي پوترا خپرندوئې  دغه کتاب د اسلام دګران پیغمبر د نیکمرغه زوکړې  د کلیزې په مناسبت خپور کړی او په همدې مناسبت ئې  هم په دغه هیواد کې ویشلی دی .

https://iqna.ir/fa/news/4007853

captcha