IQNA

د دمشق په باب د ریاض سیاستونه تیروتي وو

20:23 - October 25, 2021
د خبر لمبر: 3484853
تهران (ایکنا) -وئيل کیږي،دعربو هیوادونو ځینو چارواکو هم د سورئې له رسمي چارواکو سره په لیدوکاتو کې په مختلفو زمینو کې د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره  خپله دلچسپي اعلان کړې ده .

ایکنا خبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ د لبنان  الدیار ورځپاڼې  نن په یوه مطلب کې د  ځينو خبرو سرچینو له له قوله،د سورئې په وړاندې د ریاض د سیاستونو په باب دسعودي عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان له ځينو څرګندونو پرده پورته کړه. 

 ددغې خپرونې په وینا،محمد بن سلمان په همداوروستیو کې  له عربستان ه سره یوه نزدې لبناني شخصیّت ته وئیلي دي ،چې ریاض د سورئې او ددغه هیواد د  ولسمشر بشار اسد په باب تیروتنه کړې ده . 

د الدیار خپرونې په دغه  مطلب کې راغلي دي ،د سعودي عربستان مسئولانو د دمشق په وړاندې د خپلو سیاستونو په تیروتنې باندې په  اعتراف سره د لبنان له شخصیّتونو غوښتي دي،څو  دسورئې په لور دې بیرته وګرځي .

 په همداوروستیو کې  هم د عبري ژبې یوې سرچینې  خبر ورکړی ؤ ، عربستان   له سورئې سره داړیکو دبیرته پيلولو لپاره  ددغه هیواد له چارواکو سره  په خبرواتروبوخت دی .

وئيل کیږي ،  دعربو هیوادونو ځینو  چارواکو هم   د سورئې له رسمي چارواکو سره  په لیدوکاتو کې  په مختلفو زمینو کې  د دوو اړخیزو  ایړکو د پراختیا لپاره  خپله دلچسپي اعلان کړې ده .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i107324

captcha